کور / طنز / ټبر عليکم!

ټبر عليکم!

په جرستان کې ټبر او ټبر پالنه خپل لوړ ستونځ( اوج) ته رسيدلي وه د ټبر پوښتنه د سلام پر ځاي کاريدله چې دو کسه به سره مخامخ شول نو د لاس پر ځای به يې ورته وايه:


ټبرعليکم!


(په کام څوک يې؟په هغه کې بيا څوک يې ؟ په هغه کې بيا…؟)


(توری يم  په هغه کې بيا برګ يم  په هغه کې بيا خړ يم…)


که به يې کام سره نژدې راوخت نو لاسونه به يې سره وکړپوله او غيږ په غيږ به شول خو که توپير  پيدا شوی وای بيا نو بې شپيلک(ويسل) آزاده غېږ پيل کېده.


ګلو چې د يو ضروري کار دپاره جرستان ته تی نو خلکو ورته وويل پام کوه که چا پوښتنه درڅخه وکړه چې په کام څوک يې داسي يو څه  ورته ووايه چې هغوی پوه نه شی کنه نو په بده بلا به واوړې.


ګلو د جرستان په لاره کې يو دوکان ته د څه اخېستلو لپاره تم شو دوکاندار د سلام پر ځای په مرموز ډول ترې وپوښتل: ټبرعليکم!


ګلو هک پک پاته شوچې څه ووايي ترلږ چورت وروسته يې په داسې حال کې چې ژبه يې بنده بنده کيده زړه نا زړه وويل:


سيلاو ځی عليکم!


دوکاندار سر وښوراوه او د څه غواړې پوښتنه يې ترې وکړه  څو تنه چې د دوکان مخي ته ناست وه او غوږونه يې بوڅ نيولي وه بيرته په خپلو کارونو اخته شول ګلو هم يو ژوره سا وشړله  سودا يې واخېستله او رهي شو  يو کوچی چې هلته پروت وو او په پټوکې يې ځان نغښتی وو لکه ليونی نا ببر ه را جګ شواو لکه ورکه يې چې  موندلي  وي نارې کړې:


ودريږه چيري ځې!


پروښږکال دي پلار زما دوه سوه وزې په لوړه شيله کې وړي وې او ته داسې خرامان خرامان روان يې  را تاو شه راوړه تاوان


خلک له ځايو را جګ شو ل او د ګلو خواته لکه کرک چې نيسي کرار کرار را نژدې کيدله همدا چې په ګلو کړۍ ( حلقه) تنګيده شور ماشور هم جګيده کرار کرار هوايې دزي هم پيل شوې او ورسره د خوشالۍ پټو وان هم  ورسره پورته پورته غورځول کيدل.


خوار ګلو له شرمه په خولو کې ډوب و چې کوم خراب کار يې کړی دی چې د ده به نيولو دومره خوشالۍ جوړه شوه


يو سپين ږيري چې نوی د ډزو څخه خبر شوي ووراغی ګلو خوشاله شو چې هغه به يې د دې وحشانو  نه خلاص کړی ګلوته چې لاسونه او پښې يې ټينګی تړل شوي وې ورنژدې شو .


ګلو خوشاله شو چې اوس به يې هغه د دې مصيبت نه خلاص کړی خو هغه لومړی د هغه پر مخ ورتو کړل او بيا يې وپوښتل:


څه پيښه ده؟


دا سيلاو ځی عليکم دی ! هغه چې نيکه يې پروښږکال زما دوه  سوه پينځوس وزې په لوړه شيله کې يوړل! په ياد دي شول هو هغه چې زما دوه سوه وزې هم ور پسې وې !


سپين ږيری يو وار بيا په نارو سورو شو


او ويل يې:


ما پريږدی چې ځان غازي کړم !


خو خلکو هغه ټينګ نيولی وو


اودګلو ګرد چارپيره اتڼ پيل شو


لندن ۲۰۰۰