ددرواغو بازار…
د لندن د کډوالۍ کارمندانو( ايميګريشن) د ورځني چارو د اسانتيا لپاره د درواغو سنجولو ماشين د ساينس د کارپوهانو په مرسته په ډير لوړ لګښت جوړ او نصب کړ خو د دې ماشين ګيج هيڅ کله له سرې ليکې څخه را کښته نه شو د دوی په خيال چې کار نه کوي نو يو بل ماشين يې د رښتيا ويلو د څرګندتيا لپاره جوړ او نصب کړ . يو افغاني رښتينی ډاکټر چې د دښمني له کبله کډوالي ته اړ ايستل شوی وو خپل د شلو کلنو د خواريو کور، شتمني يې وپلورل ځان يې لندن ته راورسوه او دلته يې د رښتيا ويلو د ماشين کوټې ته بوت .ډاکتړ چې پر پوه او علم يې باور درلود اود درواغو ويلو يې بد راتلل نو په خپله انترويو کې يې رښتيا وويل:
زه يو ډاکتړ وم په روغتون کې مې کار کوی د دښمني له امله مې ژوند په خطر کې وو…..
د کډوالی کارمندانو په هېښتيا ترې وپوښتل:
يوازی ډاکتړ وي بل کوم دولتي څوکۍ دي نه لرله؟
کوم وزير، صدراعظم، رييس جمهور يا باچا نه وې ؟
ډاکتړ نه پوهيده چې دلته ټول راغلي کډوال لږ تر لږه دوه درې دوره باچاهي کړي ده . يا صدراعظمان وو
د ګډوالی کارمندانو بيا ترې وپوښتل:
لږ تر لږه کوم باچا کوم وزير- مزير…؟
ډاکتړ د نه په ويلو سر وښوراوه
د کډوالي يو کارمند ډاکتړ ته د ديپورت پاڼه ورکړه چې په هغه کې ليکل شوي وه:
موږ عادي ډاکتړان . استادان نه منو د داسو خلکو په منلو سره به د کډوالو سيل را مات شي .موږ تر اوسه يوازي ديرش زره افغاني مهاجر منلي دي چې هر يوه يې لږ تر لږه يوه دوره باچاهي- ماچاهي يا صدراعظمي تيره کړې ده
د رښتيا ويلو ماشين ګيج هم هيڅ پورته نه شو نو هغه و چې هغه ماشين يې هم لکه خوار ډاکټر ديپورت کړ.
نو دا چې ولي دلته ځيني راغلي کډوال ډير درواغ وايي دا ځکه د دوی د د رواغو خوند ليدلی دی او دا چې ولي ځيني ځانونه باچاهان ګڼي او لکه باچاهان برخورد کوی او نور خپل رعايا ګڼي دا ځکه چې د دوي کيسونه په پاچاهي منل شوي د ي.
لندن ۲۰۰۲