کور / سياسي / د ټرمپ له څرګندونو لوست او د هغو احتمالي خطر

د ټرمپ له څرګندونو لوست او د هغو احتمالي خطر

ليکنه: ودان روښان

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د خپلو نادرو دورافشانیو لړۍ په دوام بله ناپړیته هم ترخولې ایستلې او هغه دا چې  پر افغانستان ئې د پخواني شوروي یرغل یې په حقه بللی او مجاهدین ئې ترهرګ بللي دي او بله دا چې ټرمپ ویلي افغانستان له امریکا ډېر لرې دی باید پاکستان، روسیه او هند په کې جګړه وکړي.

د ټرمپ دا دواړه خبرې د کره ځېرنې وړ دي:

ټرمپ مجاهدین ترهګر او پر افغانستان د شوروي یرغل پر حقه ګڼلی تر دې مخکې هیڅ یو امریکایي لوړ پوړي څه چې ان ټیټ پوړي چارواکي هم پر افغانستان د شوروي یرغل په حقه نه و ګڼلی په دې کې شک نشه چې امریکایان پر افغانستان د شوروي پر یرغل ځکه خوا بدي نه و چې په دې سره دوی ته له شوروي د ویتنام د ماتې کسات اخیستو چانس برابر شو او د رونالد ریګن د واکمني د سي ای اې مشر ویلیم کیسي خو دا هم ویلي و چې له شوروي سره جګړه باید تروروستي افغانه پورې دوام وکړي ښایي ویلیم کیسي به مخکې له دې چې د سي ای اې رییس شي له کوم افغان سره لیدلي هم نه وي او نه به یې کومه سوداګریزه مامله ورسره کړې وه چې سړی دې فکر وکړي دا خبره به یې له افغانانو سره د کومې شخصي دوښمني په سبب کړې وي نو چې داسې ده  پوښتنه راپورته کېږي چې ده ولې غوښتل ټول افغانان په جګړه کې تبا شي؟ ځواب ساده دی دده له شوروي سره کار و او له هغه یې باید کسات اخیستی وی نو که په دې لار کې ټول افغانان تبا کېدل پر ده یې څه توپیر و، ځکه چې نه د ده وطنوال په کې وژل کېدل نه هم دده وطن په کې ورانېده. هغه مهال د امریکا ولسمشرانو هر یو جمي کارتر، رونالد ریګن او پلار بوش د مجاهدینو تر ټولو کلک ملاتړي وو، د جګړې، سیاست، دیپلوماسي، اقتصاد او نورو ډګرونو کې یې د شوروي پروړاندې د افغان مجاهدینو دومره په ککه ننګه او ملاتړ  کولوته به وایې چې شوروي ددوی (امریکا) پر خاوره تېری کړی دی. پر افغانستان د شوروي یرغل په کلونو کې د ملګرو ملتو په ټولو غونډو کې امریکا پر افغانستان د شوروي یرغل په کلکه محکوم کړی، همدا ډول په نورو نړیوالو غونډو کې هم همدغه حال و ان تر دې چې د ۱۹۸۰ کال د مسکو د اولمپیک لوبې هم امریکا پر افغانستان د شوروي یرغل په غبرګون کې تحریم کړې. لنډه دا چې هغه وخت یې د شوروي محکومولو له پاره خپلې هیڅ راز هلې ځلې ونه سپمولې. دا ځکه چې هغه وخت یې د ګټو او د خپل سیال ماتولو مسله وه خو اوس بیا ټرمپ مجاهدین ترهګر بولي ځکه چې اوس خو شوروي نه شته چې کسات ترې واخلي نو مجاهدین څه بلاوهي څه ګټه یې وررسېږي؟. همدې امریکا د ایران باچا محمد رضا پهلوي چې یو وخت یې دسیمې ژاندارم باله، له واکه تر لرې کېدو وروسته ان خپله خاوره کې هم پرېنښود او هغه مور مړي په مصر کې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه او هلته ترخاورو لاندې شو. دا یوازې ترمپ نه دی بلکې هرڅوک چې په چا کې ګټې نه ګوري په کیسه کې یې نه کېږي، ومو لیدل چې مشرف څنګه د ډالرو په بدل کې طالب مشران امریکا ته لاس تړلي وسپارل، څنګه یې د ټولو انساني معیارونو خلاف په ځنځیرونو وتړل او په ښار کې یې په موټر پسې کش کړل؟ مسکو چې په ببرک کارمل کې نوره خپله ګټه نه لیده له واکه یې لرې کړ چې کارمل ورته په ژړا هم شو خو پروا یې ونه کړه او لاس تړلی یې شوروي ته بوت.

نو له ټرمپ هم ګیله نه ده په کار توپیر په دې کې دی چې نورو په عمل کې خپلو دوستانو ته شا کړه خو ټرمپ بیا په خوله د زړه خبره وکړه.

اوس چې ټرمپ چې ویلي پاکستان، روس او هند دې په افغانستان کې وجنګېږي مانا یې داده چې عملآ افغانستان همدغو هېوادو ته ورپرېږدي دا نو بیا ترټولو خطرناکه مسله ده ځکه  که افغانان هوښیار نه شي او سرونه په خپلو ګریوانونو کې کښته نه کړي، له ځاني ګټو تېر نه شي، د نورو د ګټو له پاره د خپل ورور وینه تویه نه کړي او خپل هېواد وران نه کړي، افغانستان به بیا د دغو هېوادو چې ټرمپ یې نومونه یاد کړي او هم نورو لورو د نیابتي جګړو ډګر وګرځي.

  دا یوه ډېره بد شاګومه قاعده ده کله چې انګریزان له دې سیمې وتل نو د ډیورنډ منحوسه کرښه یې په میراث پرېښوده چې تر ننه یې موږ زیان ګالو، روسان هم چې مړ څت له افغانستان ووتل موږ ته یې داسې ناوړه میراث پرېښود چې پایلې ټولو ولیدې او ټکانونه به یې تر ډېره احساسېږي نو اوس چې ټرمپ پښې سپکوي ښایي غواړي به چې افغانستان بیا د سیمې حریصو ځواکونو خولې ته ورواچوي او د ۷۰ یمې لسیزې د تنظیمي انډو خر او غویمنډ کانې بیا تکرار شي.

دا اوس په ټولو افغانانو پورې اړه لري چې بیا خپل هېواد د نورو د ګټو په لمبو کې سوزوي او که خپله د متمدنو انسانانو په شان پر یو تغر راټولیږي او په زغرده پرېکړه کوي چې نور به افغانان کېږو او له خپلو ځاني ګټو به تېرېږو، خپل هېواد به د نورو د ګټو له پاره نه ورانوو چې دا به د ټولو بدخواهانو پر مخ د افغانانو د تورې او میړانې تر ټولو کلکه څپېړه وي.

 زه وایم په یو ارام او امن وطن کې عادي کارګر او مامور هم پاچا دی خو په نارامه ملک کې پاچا هم والله که د ژوند په خوند پوه شي که بیا څوک د وطن په نارامي د پاچاهي خوند اخلي نو زه خو یې په اسلامیت څه چې په انسانیت هم شک لرم.