کور / راپور / ننګرهار عامه کتابتون سره د شاوخوا اته زره کتابونو مرسته وسوه

ننګرهار عامه کتابتون سره د شاوخوا اته زره کتابونو مرسته وسوه

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند له عامه کتابتون سره د يو شمېر ځوانانو له لورې په رضاکاره توګه راټول سوي شاوخوا ۸۰۰۰ ټوکه کتابونه مرسته وسوه.

دغه کتابونه په تېرو څلورو مياشتو کي يو شمېر ځوانانو په رضاکاره توګه له خلکو راټول کړل او ټاکل سوې، جلال اباد ښار کي ستر عامه کتابتون کي چي اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جوړ کړی ځای پرځای سي.

دغه کتابتون که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او ننګرهار ولايت چارواکو له لورې د روان کال په وري میاشت کي پرانيستل سو؛ خو کتابونه ئې نه درلودل.

وروسته يو شمېر ځوانانو چي په ډله کي ئې د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب، د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی، جلال يعقوبي او خالد حقمل دي، دغې چارې ته کمپاين پيل کړ او له خلکو ئې شاوخوا اته زره کتابونه راټول کړل.

راټول سوي کتابونه د مرغومي په ۲۲مه يادو کسانو له لورې د ننګرهار والي او اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ته وسپارل سول.

د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب وويل، چي د ياد کمپاين پرمهال دوی سره د سل زره افغانيو نغدي مرسته سوې او نور ورته کتابونه خلکو سپارلي، چي ټولټال ۸۰۰۰ کتابونه کيږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغو کتابونو کي طبي، اقتصادي، د انجينرۍ، ژورناليزم او نورو علومو او مسلکونو اړوند کتابونو سربېره ديني، فرهنګي او ټولنيز کتابونه موجود دي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات د يادو ځوانانو له هڅو مننه وکړه، چي زرګونه کتابونه ئې راټول کړل او نن ئې کتابتون ته سپاري او ډاډ ئې څرګند کړ، چي  د دغو کتابونو  د پايښت لپاره به يو منظم پلان جوړيږي او ساتنه به ئې کيږي.

نوموړی وايي، د يادو کتابونو د توزيع، بېرته راټولول او ساتنې لپاره منظم ميکانيزم جوړ سوی او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به ئې د ساتلو مسئول وي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم وويل، چي کتابتون لپاره کتابونه په نظر کي نيول سوي و؛ خو دا چي دولتي کارونه لږ په ځنډ کيږي؛ نو اوس ورته بوديجه منظور سوې او ډير ژر به د کتابونو سربېره ورته نور بېلابېل وسايل هم واخېستل سي.

ده زياته کړه، کتابتون به ډير ژر په نوي او منظمه بڼه د خلکو د خدمت لپاره چمتو سي.