کور / خبرتیا او پيغامونه / دا کتاب له ورکېدو وژغورئ!

دا کتاب له ورکېدو وژغورئ!

ليکوال : حبيب الله غمخور

د۲۰۱۹ ز کال دجنوري  څلرمه

داطلاعاتواوکلتوراغلي وزيري صاحبې!

که پښتنی مېرمنی دعبدالروف بينوااثر دوباره چاپ سي دورکېدومخه به یې ونيول سي .

تاسوديوې ميرمني  په توگه د(( پښتنی مېرمنی ))په نوم  داعلمی اوتاريخي اثر چې دهيواد دمشهور عالم اوليکوال عبدالروف بينوا په قلم ليکل سوی اوپه ۱۳۲۳ لمريز کال کي پنځه سوه ټوکه چاپ سوی دی په دوهم ځل چاپ  له ورکېدووژغورئ .

دا کتاب دلمړی اووروستی ځل لپاره په ۱۳۲۳ لمريز کال  پنڅه سوه ټوکه چاپ سو.پدې کتاب کي دعبدالروف بينوا صاحب دڅېړنيززيار اوزحمت په نتيجه کښي  دافغانستان ديوشمېر هغو ښځو چې شاعراني وې اويا دعلم او فرهنگ په نورو برخوکي مصروفي وې  ژوند ليک ليکلی اوپدې کتاب  کښي یې چاپ کړی دی .

داچي دمرحوم بينوا صاحب  ددې هڅو اوقلمی زيارته به ديوه افغان اوانسان په توگه څومره درناوی سوی وي دابله خبره ده،پدې بايد پوه سو چې زموږ په هيوادکي هيچا اوهيڅ  چارواکي  دومره ملي او ارزښتمن کارندي کړی .

دا کتاب (( ۵۰۰ )) ټوکه ۷۴ کاله پخواچاپ سوی،تاسو فکر وکړی چي دا به زموږ ځوان نسل له کومه کړی .

دافغانستان دعلومواکاډمی پخواني غړي مشهورليکوال اوتاريخ پوه محمد اعظم سيستاني صاحب  تيره شپه په تليفوني خبروکي راته وويل چي دافغانستان دعلومو اکاډمی په کتابتون کي نه وو .نوڅنگه کېداي سي چي يوعادی افغان زلمي دهغه دلوستلو امکان ولري ؟

داکتاب ماته زماډېر درانه اودقدروړ دوست او علمی شخصيت  ښاغلی غلام نبي مبتکرصاحب لخوا ډالی سوی ،زه په ډېر احتياط گذاره ورسره کوم ځکه کاغذ مخ پر زړېدو اوحروف یې مخ پر ورکېدودي .

ديوه افغان اوکتاب دمينوال په توگه دداطلاعاتواوکلتوروزارت له محترمې  وزيري نه په تکرار داغوښتنه کوم  چې دا کتاب له ورکېدو وژغوري .