کور / تازه خبرونه / کرکټ : افغانستان له مالیزیا سره – مالیزیا بېټینګ کوي. تازه معلومات

کرکټ : افغانستان له مالیزیا سره – مالیزیا بېټینګ کوي. تازه معلومات

مالیزیا ۱۷۲ منډی جوړی کړی او ۸ لوبغاړي یې افغان بالرانو وسوځول ۴۳ اورونه شوي دي.
مالیزیا ۱۵۱ منډی وکړی ۳۸ اورونه شوي دي خو ویکټې لا په ځای پاتې دي څلور دمالیزیا نه افغان بالرانو سوځولي. مالیزیا ۱۰۹ منډي کړي او افغان بالرانو تری څلور وسوځول تراوسه ۳۱ اورونه شوي دي. د مالیزیا دری لوبغاړي افغان بالرانو وسوځول او مالیزیا بیا ۸۶ منډی کړي دي. د مالیزیا یو لوبغاړی افغان بالرانو سوځولی ، خو مالیزیا بیا په شپاړسو اورونو ۶۰ منډی کړي، د مالیزیا له خوا مدوین ۲۵ منډي کړي. افغانستان ۲۶۳ منډی وکړی او وروسته هدف یې مالیزیا ته وټاکه. دافغانستان لوبغاړو ۲۲۶ منډی جوړی پنځه یې سوځېدلي او پنځه څلویښت اورونه شوي دي. افغانستان تراوسه ۱۹۹ منډې جوړې کړي ۴۰ اورونه شوي او پنځه ویکټې مالیزیا اخیستي. دافغانستان د کرکټ د لوبډلې لوبغاړي په مالیزیا کې د اسیايي اتلولیو د غوراوي په ټورنمنټ کې له کوربه هیواد مالیزیا سره دا اوس په لوبه بوخت دی دافغانستان د کرکټ لوبډلې کپټان نوروز منګل ټاس وګاټه او منډو جوړولو ته زړه ښه کړ ، افغانستان تر اوسه پوری ۱۷۹ منډی کړي او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي او دمالیزیا له خوا ۳۴ اورونه شوي دي. دافغانستان له اړخه مرستیال کپټان کریم خان صادق ډېر ښه وځلید او په یوازی ځان یې ۷۹ منډی جوړی کړی. لر او بر ویبپاڼه به تاسو ته هر تازه معلومات در کوي.