کور / طنز / وير مې زده کړ!

وير مې زده کړ!

 



ددې لپاره چې د هيوادد نه پر مختګ علت جوت شي نو يوه ټول پوښتنه ( عمومي ريفرندم) اعلان شو چې جوت شي خلک په دې اړه خپل نظريات په ليکلي توګه ښاروالي ته وروليږي. هر هغه چا چې ښه دليل وليکی د هغه عکس به د نوي چاپيدونکي يو لکي نوټ انځور کيږي په زرګونه دليلونه ښاروالي ته راورسيدل چې ځيني يې دا دي :


تلويزونونه لا ټول نه دي په دار شوي
د نارينو حجاب نه دي سمبال شوي
ډمانو ته په دولت کې ونډه نه ده ورکړ شوې
کوڅه ډب سپي په قدرت کې نه دي ګډ شوي
ځوانان ټول نه دي مړه شوي
پوهان ټول نه دي تښتيدلي
سياست کوونکو په کال کې هډو يو رښتيا هم نه دی ويلي
رهبرانو خپل تاريخ سم نه دی لوستی
ښه ته مو ښه اوبد ته مو بد نه دي ويلي
دولتي څوکۍ د پښو د مېچ پر بنسټ ( لمبر په اساس) نه دي ويشل شو

خو د مستري يو شاګرد دا جايره يووړه خو عکس يې چاپ نه شو ځکه نظام بدل شو


دي شاګرد ليکي وه چې استاذان شاګردان خپل نوکران ګڼي او بيا يې ورپسي زياته کړي وه:


زه دا ديرش کاله له ويررينګ کار سره شاګرد يم دوکان جارو کوم ، سودا راوړم، کټو پخوم، لوښي مينځم ، چای دموم دا ټوله مې ښه زده کړي دي خو په  ويررينګ نه پوهيږم  ځکه کله چې د اصلي کار ځای راشي نو استاذ ما ديو بل کار پسې ليږي چې زده يې نه کړم له ما څخه د شاګرد په بيه د نوکر کار اخلي  همدا لامل دی چې زه په وير پوهيږم اورينګ مې نه دی زده