کور / طنز / ښه او بد

ښه او بد

چې ژوندي يې تر تا بد او چې مړ شوې له تا بل ښه نه شته—له وګړو له نظره


چې برحاله يې تر تا ښه چې منفک شوې تر تا بل بد نشته—د همکارانو له نظره


چې جره ( مجرد) يې تر تا ښه چې کوروال شوې تر تا بد نشته —له انجونو له نظره


چې پلار د بچو يې له تا نه بد که بې بچو يې له تا نه ښه نشته —د کرايي دار له نظره


چې نرم خوی يې له تا ښه که تند خوی يې له تا بد نشته —د ميرمني له نظره


که لکړه لرې له تا بد او که يې نه لرې له تا ښه نشته —د سپو له نظره


چې ږيره پريږدي له تا بد او که يې خرېيي له تا ښه نشته — د ډمانو له نظره


چې شتمن يې له تا ښه او که غريب وي له تا بد نشته—د خپلوانو له نظره


که  موټر لرې له تا ښه او که يې نه لرې له تا بد نشته— د ګاونډيانو له نظره


پيسه دوست که درواغجن شی يوه غيران ته بم اتوم شي— د پوهانو له نظره


په سياست کې رښتيا نه شته ،بېله غلا دغله بل کار نشته—د تجربو له نظره