کور / سياسي / ملي نجات او د بين الملل پټې سترګې!

ملي نجات او د بين الملل پټې سترګې!

ليکوال: ح حقوېش،

د ملي نجات(ملي ژغورني) د ورځي بنسټګر د مجاهدينو او طالبانو په څېر په ګاونډيو هېوادونه هيڅ باور نه درلود نو ځکه يې په هر څه کي ورڅخه پرمختللي هېوادونه او بين الملل په ضمانت کي غوښته. د ژېنو د خبرو په دولسم پړاو کي چي پيلي ته ورسېدې، ډاکترنجيب الله له بين الملل، امريكا او روسيې څخه د تضمين کوونکو په ډول لاسليک واخيست. خو بدبختانه چي بيا به ټولو سترګي ورباندې پټي کړي، کله چي ډاکترنجيب الله د شوروي له وتلو وروسته د ملي نجات ورځ اعلان کړه خو دې ته يې فکر نه وو چي يو بل لېوه هم د خپلي رمې ورهغه خوا راته پټ دى او نه غواړي چي افغانان يو سوليز ژوند ولري، هغه لېوه امريكا وو چي يو ځل يې بيا مجاهدينو ته په زرګونه ټنه وسله ورکړه او افغان وژني ته يې تيار کړل، مجاهدينو ته يې داسي ذهنيت ورکړى چي فکر کېده مجاهدين به د شوروي له وتلو څخه يوه ورځ وروسته، يانې د فبرورۍ په 16 نېټه، د کابل په هوايي ډګر باندې بريد وکړي او دا به د ډاکترنجيب الله د واکمنۍ د نسکوريدو پيل وي، او لويديځوال هم په دې فکر وو چي مجاهدين يو قوي ځواک دې هر څه کولى شي. خو په هغه ورځ هيڅ پېښه ونشوه. په سبا هم کومه پېښه نشوه رامنځته او د مارچ د مياشتي تر لومړۍ نيټې پورې هم کوم څه ډګر ته راونه وتل. خو امريکا او نړيوالو قدرتونو مجاهدينو ته تر پخوا لا ډير وسلې ورکړې چي د ډاکترنجيب الله په وړاندي جنګ ته ادامه ورکړي، او په دې ډول يې شوې توافقنامه تر پښو لاندي کړه. جنګ لا نور زور پسې واخيست مجاهدينو هم د اسلام په نوم ځانونه جذباتيان کړل د خپلو هېوادوالو يې هيڅ پروا ونکړه د هغوى لپاره يې خداى ورکړې مځكه اور کړه. خو ډاکترنجيب الله په وارو وارو له مجاهدينو وغوښتل چي ورسره روغه وکړي او ګډ دولت سره جوړ کړي، خو هغوى هڅه كوله چي د جنګ له لاري ځانونه واک ته ورسوي او ټول شته د ځان کړي. د خپل حرس په خاطر يې د هېوادولو هيڅ پروا ونکړه ډيرى هېوادوال يې د خپل حرس قرباني کړل، او لا نور يې هم جنګ ته ادمه ورکوله د انسانانو د سرونو او ژوند يې هڅي هم پروا نلرله، داسي حالتو ته په کتو سره بلاخر ډاکترنجيب الله د ملي روغې جوړې پروګرام ته وفادار پاتي کېدلو په خاطر اړ شو چي واک مجاهدينو ته پرېږدي او افغانان نور له جنګ لاس په سر شي، نو د بين الملل څخه يې يو ځل بيا تضمين وغوښت چي په هېواد کي به د نااراميو او پرديو لاسوهنو مخه نيسي. او دى به په سوليز ډول واک مجاهدينو ته پرېږدي. نو په دې هكله د بين الملل سرمنشي يو پنځه فقريز پروګرام په 21 مئ 1991زکال د اعلامیې په ډول خپور کړ. د بين الملل سرمنشي د افغانستان د امن او سولې لپاره دا پنځه فقريز پروګرام د یوه تړون په ډول اعلان کړ، باید چي بين الملل د خپل تړون په رڼا کښې دا ټولې ذموارۍ پوره کړې واى.

ډاکټر نجیب الله چي ورسره کوم تړونونه او ژبه کړې وه هغه یې سرته ورسول، خو بين الملل بیخي په خپلو تړونونو او پرېکړو خاورې واړولې.

د سرمنشي پنځه فقريز پروګرام:

‏*  د افغانستان ملي حاکمیت د خاورې د تمامیت او سیاسي استقلال ساتنه او افغانستان د یو بې طرفه او اسلامي هېواد خصوصیت لرونکي هېواد په حیثیت.

‏*  خلکو ته به د دوی د خپلي خوښې د اقتصادي، سیاسي او اجتماعي حکومتي سیسټم جوړول، پرته د هر ډول بهرنۍ لاسوهني څخه.

‏*  د یوې موقتې دورې اړتیا چي د هغه لپاره باید د یوه بین الافغاني مذاکراتو ترتیب ونيول شي او په هغې موافقه وشي. او یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي.

الف:  د انتقالي دورې اړتیا، باید چي هر افغان ته د منلو وړ وي. د یوه معتبر او بې طرفه انتقالي میکانیزم په شمول چي باید د لازم قدرت او صلاحیت وړ وي، او د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ وي. او هغوی ته ددې ضمانت ورکړل شي چی ترڅو په خپلواکه ډول په ټولټاکنو کي ګډون وکړي.

ب:  د موقتي دورې په جریان کښې د دوښمنیو د له  منځه وړلو اړتیا.

ج:  په موقتي او ټاکنیزه مرحله کښې د ملګروملتونو او یا هر بل نړیوال سازمان د کومکونو مفیدیت ګټه ورتوب.

‏*  د یوې موافقت نامې لزوم چي د هغې په اساس په موقتي منل شوې دوره کښې ټولي وسلې ټولول. افغاني اړخونه قانع کول چي د هر چا په وسيله وي.

‏*  د کډوالو د ستونزو هوارولو لپاره لاډیري مالي او مادي منابعې پیدا کول او د کډوالو بېرته هېواد ته په خوښه د تلو امکانات برابرول او همدا ډول د افغانستان اقتصادي او اجتماعي فضا جوړول.

د نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم لومړی صبغت الله مجددي د لنډې مودې لپاره واکمن شو. وروسته له دوو مياشتو رباني له 1992ز کاله تر 1996ز پوري د افغانستان د واک پر څوکۍ خرنډ شو او حکمتيار يې په وړاندي په وسلې لاس پوري کړ، چي کابل د جنګ په ميدان بدل شو او کابل په ملک الطوايفي سيمو ووېشل شو، په هېواد کي يې کورنی اور بل کړ، چي د 4 کلونو په اوږدو کي يواځي په کابل کي تر سل زره ډير انسانان ووژل شول او د اور لمبه په ټول هېواد کي خپره شوه.

بين الملل دې هر څه ته په رډو رډو کتل او هيڅ يې هم نه کول، چي بيا طالبان راپيدا شول هغوى هم تر ډيره بريده هېواد په ګونډو کړ چي ډيرى هېوادوال پکښې قرباني شول، او تر څنګ يې داسي اقتصادي ضربه ورکړه چي ټول هېوادوال سړکونه ته په راوتلو او فقر غوښتلو ته اړ شول. بيا په هغوى پسې امريكايان راغلل او افغانستان يې تر نن پوري د ناخوالو شاهد دى، چي د نجات ورځ د دې ناخوالو په منځ کي لمانځو. د حيرنتيا خبره خو لا دا ده چي ډاکتر نجيب الله د مجاهدينو لپاره شوروي ځواکونه له افغانستانه ويستل، او د نجات ورځ يې ورپه برخه کړه. خو دوى برعکس امريكايان افغانستان ته راويستل چي هم هغه د نجات ورځ يې بيا ځلي د بارودو په دودونو کي ورکه شوه.

.