کور / #PTM / هيومن رايټس واچ: پاکستان دي د ارمان لوڼي د وژلو جدي څېړنه پيل کړي

هيومن رايټس واچ: پاکستان دي د ارمان لوڼي د وژلو جدي څېړنه پيل کړي

د بشر د حقوقو د څار نړيوالي ادارې ( هيومن رايټس واچ) پر پاکستان ږغ کړی دی چي د ارمان لوڼي د وژلو پلټني دي وکړي. او په سيمه کي دي د پښتنو سره د روان زورزياتي مخه ونيسي.

يادي ادارې د جمعې په ورځ په يو بيان کي وويل، چي پاکستان دي په سيمه کي د نورو قومونو غوښتنو ته غوږ ونيسي او د هغه لپاره دي حللاري پيدا کړي.

په بيان کي د ارمان لوڼي د وژني او د هغه پر ضد د پښتنو لاريونونو ته په اشارې سره ويل سوي، چي پاکستان دي د ارواښاد لوڼي د وژلو قضيه وڅېړي او د پي ټي ايم (پښتون تحفظ مومنټ) څخه دي د احتجاجونو حق نه اخلي.

پاکستانی پوځ د پښتون ژغورني غوځنګ پر فعاليتونو بنديز لګولی دی او د ياد ګوند پر وړاندي بېلابېل خنډونه رامنځ ته کوي، چي ګڼ شمېر غړي ئې نيول سوي او ډېر نور ئې وژلي دي.

ارمان لوڼی چي د پي ټي ايم يو مخکښ غړی وو د يو احتجاج په ترڅ کي پاکستاني پوليسو په وهلو وهلو وواژه، چي دې وژني په ټوله نړۍ کي د پښتنو احساسات راوپارول او پر ضد ئې په ټولو هيوادونو کي احتجاجونه پيل سوه.

 پوليس اجازه نه ورکوي چي د ارمان لوڼي د وژلو په هکله دي ايف آي آر ثبت سي.

د بشري حقوقو د څار سازمان وايي، عمران خان چي له ټولټاکنو وړاندي ئې ژمنه کړې وه چي د پي ټي ايم غوښتنو ته به ځواب وايي، خو اوس نوموړی پر دې ټولو پېښو او د هغوی د حقوقو باندي چوپه خوله دی.

نړيوال پر پاکستان دا نيوکه کوي، چي په دغه هيواد کي ئې ترهګرو ډلو ته ځايونه ورکړي دي خو د سوله ايزي لاري د خپلو حقوقو غوښتونکي ځپي او هغوی په بې رحمانه توګه وژني او يا ئې لادرکه کوي.