کور / طنز / ملت او حکومت

ملت او حکومت

ملت او حکومت



شاګل خان د يوه سياسي ګوند په پټو سترګو د ټولو پريکړو په منلو سره د خپل کلي وکيل وټاکل شواو ددې لپاره چې له نورو خلکو نه وپيژندل شي يو ه سره چتر ۍ يې په خپلو پيسو رانيوله هر چيري چې به تی که باران و که لمر که به پلي وويا سپور که به په ګاډۍ کې وو يا په مغازه کې هر چيري به يې چترۍ په سر نيولي وه


چا ترې وپوښتل چې وکيل صيب ولي دي په سرويس کې  پر سر چترۍ نيولې ده ؟يو خو باران نشته او بل داچې موټر ټيټ دی او بيروبار دی ته هم  ورسره په عذاب يې  او هغه خلکو ته چې تا و رسره ژمنه کړي ده چې مرسته ورسره کوي هم په تنګيږي


وکيل صيب په ډيره امرانه ګړدود( لهجه) تر يو لنډټوخي او غاړي تازه کولو وروسته وويل:


موږ چې  وروسته پاته يو همدا لامل دی ځکه ملت او حکومت بايد سره جلا شي که زه چيري دا چترۍ په سر نه کړم څرنګه به حکومت اوملت يعني زه او ته   څوک وپيژني (کټ کټ يې وخندل)


رښتيا هم د داسي ده د حکومت سړي بايد يا چترۍ يا قره قلۍ يا لويه صدرۍ يا هم لکۍ ولري يا نور څه چې د ملت څخه يې توپيرو شي