کور / راپور / اشرف غني: د طالبانو او پاکستان مبهمي اړيکي بايد روښانه سي

اشرف غني: د طالبانو او پاکستان مبهمي اړيکي بايد روښانه سي

ولسمشر اشرف غني د طالبانو او پاکستان پراړيکو نيوکه کړې او د دوی دواړو د اړيکو د څرنګوالي وضاحت ئې غوښتی دی.

ښاغلي غني نن په کابل کي وويل، داچي د سولي په مذاکراتو کي د تروريستي شبکو سره د اړيکو لرلو په تړاو څه ناڅه بحث سوی دی، خو د (حرام اقتصاد له شبکو سره اړيکي) څه وخت تربحث لاندي کېږي.

نوموړي وويل: “د خپلو نړیوالو همکارانو څخه مننه کوو، چي زموږ په غوښتنه راغلل او هغه څه چي خلکو فکر کاوه د بحث وړ نه دي هغه مو عملي کړل، دلیل ئې دا وو، چي موږ غوښتل په وضاحت سره ووایو چي د بهرنیو ځواکونو حضور د بحث وړ دی، خو پوښتنه داده چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې کله تر بحث لاندې نیول کیږي؟”.

ولسمشر غني د طالبانو او پاکستان د پردو ترشا پر اړيکو نيوکه وکړه او ئې ويل، چي د پاکستان سره د طالبانو مبهمي اړيکي بايد روښانه سي، ځکه افغانان د سولي په خبرو کي داسي ضمانت غواړي چي په افغانستان کي سرتاسري امنيټ ټينګ سي.

نوموړي ټينګار وکړ، چي افغانان داسي سوله غواړي چي تلپاتي وي او په دې هکله به يواځي همدا افغانان تصميم نيسي.

د ښاغلي غني په خبره، که د سولي په مذاکراتو کي افغان لوری نه وي نو دا مذاکرات به د تلپاتي سولي لپاره کار ونه کړي.

اشرف غني پر داسي مهال د پاکستان او طالبانو پر اړيکو نيوکه کړې چې له دوو اونيو راهيسي په قطر کي طالبان او امريکايي مرکچيان د بندو دروازو ترشا په بحثونو بوخت دي خو تردامهاله دخبرو اترو جزئيات د افغانانو سره نه دي شريک سوي.

طالبانو په وارو وارو ټينګار کړی چي د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته نه کښېني.