کور / رسنۍ / له غزني څخه د مرڅلې مجلې ۸مه ګڼه له چاپه را ووته

له غزني څخه د مرڅلې مجلې ۸مه ګڼه له چاپه را ووته

له لرغوني غزني  څخه د مرڅلې مجلې اتمه ګڼه په ٥٦ مخونو کې ، په ښکلي ډيزاين او د علمي، ادبي، تاريخي ، او فرهنګي مضامينو په لرلو سره د ځوان ليکوال او ژورناليست محمداشرف غيرت په زيار ، او مسول مديريت تازه له چاپه را وتلې ده.


د يادولو وړ ده چې مرڅله تر دې وړاندې په اتو مخونو کې د يوې جريدې په بڼه خپرېدله، خو په غزني کې د مېشتو فرهنګيانو په غوښتنه او همکاري اوس دادى د مجلې په بڼه  درنو لوستونکو او مينه والو  ته وړاندي کېږي. 
 
د مرڅلې مينه وال او لوستونکي کولاى شي د مرڅلې د ترلاسه کولو، او مرڅلې ته دښکليو مضامينو د ورکولو لپاره په لاندي شمېره اړيکې ټينګې کړي.

په خپلو مادي او مانيزو مرستو د مرڅلې له لاري په غزني کې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړئ!

 ګرځنده:0776420594.   0707672277
برېښناليک:

mursala_gh@yahoo.com                                                                               

 aghairat@gmail.com