کور / اسلامي / دزم زم کوهی او دعبدالمطلب خوب (۱)

دزم زم کوهی او دعبدالمطلب خوب (۱)

لمړی برخه:

دجرهم دقبیلی اصلی وطن یمن وو – دالله ارادی ته ګوره یمن کی قحط راغی بنی جرهم د معاش په تالاش کی اووته – اتفاقی طور سره یی په لاره کی اسماعیل (ع)او دهغه والدی ماجدی بی بی هاجری سره زم زم کوهی ته نژدی ملاقات وشو- دجرهم قبیلی داځای خوښ شو اوهم دلته یی دیره واچوله او بیاڅه موده پس اسماعیل (ع) په همدی قبیله کی واده وکړاو دپیغمبرجوړیدونه پس عمالقه او جرهم او یمن والو ته راولیږلی شو د 130کالو په عمرکښی هغوی وفات شول حطیم کی دخپلی والدی سره نزدی ښخ شو۰

داسماعیل (ع) دوفات کیدو نه پس دوصیت مطابق دده ځوی قیدارد ځانه کعبی مشر او واکدارجوړشو۰ دغه شان دبنو اسماعیل د خانه کعبی دواکدارجوړیدلو نه څه وخت پس دبنو اسماعیل او دجرهم قبیلی خپلوکی جنګ جګړه مینځ ته راغله – انجام داچه جرهم قبیله زوراوره شوه او په مکه کښی دجرهم قبیلی حکومت قایم شو- ځه ورځی وروسته جرهم قبیلی په خلقوظلم او زیاتی شروع کړل- ظلم دی پوری راورسیدوچه داسماعیل (ع) اولاد دمکی خوا اوشا آباد شول دجرهم دقبیلی ظلم اوزیاتی اوفسق اوفجور او دبیت الله شریف بی حرمتی دحد نه زیاته شوه ۰ نو دهر اړخ نه دعربوقبیلی مقابلی دپاره راپاڅیدلی او دجرهم قبیله یی دی ته مجبوره کړه چه دمکی نه ووځی خوڅه وخت چه وتله نو دخانه کعبی سامان یی دزم زم په کوهی کی ښخ کړاو دزم زم کوهی یی داسی بند کړو چه ځمکی سره هوارشواوهیڅ نام اونشان یی پاتی نه شو دجرهم قبیلی تللو نه پس بنواسماعیل واپس بیرته مکی ته راغلل او هلته آباد شول خو زم زم کوهی ته هیچاهم توجه ونه کړه دزمانی تیریدوسره دهغی نښی نښانی پاتی نه شوی تردی چه کله دمکی حکومت او سرداری دعبدالمطلب قبضی ته راغله ۰

نور بیا