کور / راپور / بلاول بوټو له پاکستان څخه د سند ايالت د جلا کولو ګواښ کړی دی

بلاول بوټو له پاکستان څخه د سند ايالت د جلا کولو ګواښ کړی دی

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو ويلي، چي د پاکستان رياست دي د سند ايالت سره د ظلمونو لړۍ ودروي او که چيري د رياست ظلمونه همداسي روان وي، ليري نه ده چي سند ايالت به هم د بنګلدېش په څېر خپله ازادي واخلي.

نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ د پاکستان په حيدراباد ښار کي وکړې او وئې ويل چي دا مهال پاکستان د سختو او خطرناکه حالاتو سره مخ دی.

ښاغلي بوټو زياته کړه، دلته پوځ او رياست هڅه کوي چي جمهوريت په مطلقه ديکتاتوري بدل کړي او اوس ددې کار بدي پايلي را ښکاره کېدونکي دي.

نوموړي وويل، چي د پيپلز پارټۍ مشران پرته له کومي ګناه زندانونو ته اچول سوي او په دې سره اوسنی لاسپوڅی حکومت په ښکاره د پوځ په مرسته بر جمهوريت بريدونه کوي.