کور / #PTM / منظور پښتين: د پوځ په ماينونو هره ورځ ګلالي پښتانه ماشومان الوځي

منظور پښتين: د پوځ په ماينونو هره ورځ ګلالي پښتانه ماشومان الوځي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي په وزيرستان کي لا هم هره ورځ د ځمکنيو ماينونو له امله پښتانه ماشومان ژوبل کېږي.

ښاغلي پښنين په يوې مرکه کې ويلي، چي پحکومت او پوځي چارواکي په وزيرستان کی د ماينونو دله منځه وړلو ته ژمن نه دي او کومي وعدې چي ئې په دې هکله د ي ټي ايم سره کړي وې تش په نوم وې.

پاکستاني پوځ په کال ۲۰۱۴ کي په شمالي او جنوبي وزيرستان کي ځمکني ماينونه وکرل چي له يوې خوا ئې د خلګو پر کورونو چاپې وهلې او له بلي خوا ئې هغه کسان ژوبل کول چي له سيمي څخه به وتل .

له هغه مهاله په سلګونو پښتانه د ترهګر پوځ په ماينونو يا وژل سوي او يا هم ژوبل دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د رامنځ ته کېدو سره ترهګر پوځ ژمنه کړې وه چي د وزيرستان څخه به د ماينونو پاکولو لړۍ پيلوي، خو تراوسه هيچا په دې هکله اقدامات نه دي کړي.

ښاغلی پښتين وايي: “پوځ د ماينونو له منځه وړلو خبره يواځي د تصویرونو اخیستلو لپاره کړې وه. اوس هم ډېر ګلالي پښتانه ماشومان په دې بمونو کي الوزي او مخونه یې په بارودو وسوځي او که د هغوي لپاره غږ پورته کوې نو پاکستانی ریاست دې نیسي ، بندي کوي دې او تورونه درباندې لګوي.”