کور / راپور / ملي امنيت کابل کي د داعش پاکستاني غړو پر پټنځي عمليات کړي

ملي امنيت کابل کي د داعش پاکستاني غړو پر پټنځي عمليات کړي

د افغانستان ملي امنیت وايي، چي تېره ورځ ئې په کابل کي د داعش پاکستاني غړو پر پټنځی عمليات ترسره کړي دي او ددغه ډلي ځيني کسان ئې وژلي هم دي.

د ملي امنيت رياست څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي دغه عمليات تېره شپه د هغه مالوماتو پر اساس سوي دی چي د داعش ډلي د نيول سويو کسانو څخه د اعتراف په وخت کي اخيستل سوي وه.

په اعلاميه کي ويل سوي چي د عملیاتو پرمهال د محمد حنیف په نوم د داعش ډلې د بریدونو یو طراح او یو پاکستانی وسله وال وژل سوي دي.

ملي امنیت د دغه عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د درې میله کلاشینکوفونو، ۲۶ عدده د مرمیو شاژرونو، اوه لاسي بومونو او درې پوځي دریشو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

اعلامیه کې ویل سوي، چي په دغو عملیاتو کي د داعش ډلې یوه پاکستانۍ مېرمن چې له څلورو ماشومانو سره په دغه پټنځای کې اوسېدل ټپي سوي او روغتون ته لېږدول سوي دي.