کور / راپور / د طالبانو يوه ډله د روسيې پلازمېني مسکو ته تللې ده

د طالبانو يوه ډله د روسيې پلازمېني مسکو ته تللې ده

د طالبانو يوه ډله د قطر له پلازمېني دوحې څخه د روسيې پر لور خوځېدلې ده، چي د روسي چارواکو سره خبري وکړي.

په قطر کي د طالبانو يوه چارواکي دا سفر تاييد کړی دی او ويلي ئې دي چي دوی په روسيه کي د ضمير کابلوف سره کتلي دي.

ضمير کابلوف د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی دی او د افغان سولي په تړاو ئې څو ځله د طالبانو سره ليدلي هم دي.

روسيې ته د طالبانو دا سفر وروسته له هغه سوی چي امريکا د طالبانو سره د سولي خبري اتري ختمي کړې او وئې ويل چي طالبانو د مذاکراتو په جريان کي  د تشدد ډکي پېښي وکړې، چي يوه ئې په کابل کي د ګرين ويلج پر کمپ باندي بريد وو چي پکي د يوه امريکايي په ګډون ۱۲ تنه ووژل سول.

روسيه وايي، هڅه کوي چي طالبان او امريکا بېرته خبري اتري پيل کړي.