کور / راپور / خيبر پښتونخوا خبريالان: پوځ چي څه غواړي هغه به خپرېږي، که حقيقت خپاره سي خبريال مو وژل کېږي

خيبر پښتونخوا خبريالان: پوځ چي څه غواړي هغه به خپرېږي، که حقيقت خپاره سي خبريال مو وژل کېږي

د خيبر پښتونخوا خبريالان وايي، چي دوی په ازاده توګه خپل کار نه سي کولای او کله چي هم د يوې پېښي راپور جوړ کړي نو ورته د حکومتي چارواکو لخوا ګواښونه کېږي.

په پېښور کي د خبريالانو د چارو مسؤولين وايي، چي په پښتني سيمو کي بې شمېره خبريالان د خفيه ادارو او پوځ لخوا وژل سوي هم دي، دا ځکه چي هغوی به د يوې پېښي حقيقي انځور خپروی او په سيمه کي به  ئې د پوځ کړه وړه ښکاره کول.

د خيبر پښتونخوا د خبريالانو کمېټه وايي، چي دلته د پوځ اقتدار دی او هغوی په زور سره هغه څه خپرول غواړي چي دهغوی خوښه وي او کوم څه چي حقيقت دي د هغه د خپرولو اجازه نه ورکوي او آن خبريالانو ته د مرګ دمکۍ ورکول کېږي چي ددوی خلاف څه خپاره نه کړي.

پاکستانی پوځ په هيواد دننه او پښتونخوا کي ډېر خبريالان يا وژلي او يا ئې هم زنداني کړي دي، ځکه چي هغوی د وزيرستان او په عمومي توګه په پښتني سيمو کي د ترهرګر پوځ د ظلمونو او وحشتونو بيان کړی دی.