کور / راپور / په سعودي کي تر ټولو ډېر د مرګ سزا پاکستانيانو ته ورکول کېږي

په سعودي کي تر ټولو ډېر د مرګ سزا پاکستانيانو ته ورکول کېږي

په يو تازه راپور کي ويل سوي چي په سعودي عربستان کي د قاچاقو په تور تر ټولو ډېر پاکستانيانو ته د مرګ سزا ورکول سوې ده.

په پاکستان کي د عدالت يوه غير دولتي اداره وايي، چي په تېرو پنځو کلونو کي په سعودي کي د ۱۰۰ پاکستانيانو سرونه غوڅ سوي دي.

دغه اداره وايي، په سعودي کي ترټول ډېر پاکستانيان په قاچاقي معاملو تورن پېژندل سوي دي او ډېري ئې په زندان کي د مرګ انتظار کوي.

د يادي ادارې يوه مسؤوله وايي: ”په تېرو پنځو کلونو کې تر سلو زیاتو پاکستانیانو ته سعودي عربستان د مرګ سزا ورکړې ده. سعودي هغه هيواد دی چېرته چې د نورو هېوادونو د وګړیو په مقابله کې تر ټولو زیات پاکستانيو وګړیو ته د سر په پرې کولو سره د مرګ سزا ورکول کېږي. سږ کال تر دا مهاله د يوې ښځې په ګډون ۱۵ پاکستانیانو ته د مرګ سزا ورکول سوې ده.”

دا مهال په سعودي کي ۳۴۰۰ پاکستانيان د بېلابېلو جرمونو له امله بنديان دي.

په ورته مهال کي متحده عربي اماراتو هم پر پاکستاني وګړو وېزې محدودي کړي دي او وايي، چي په اماراتو کي قاچاق او جرمي کړني تر ډېره پاکستانيان کوي.