کور / #PTM / اس جھنڈے کے سائے تلے ہم ایک ہیں ۔ هغه څنګه؟؟؟؟

اس جھنڈے کے سائے تلے ہم ایک ہیں ۔ هغه څنګه؟؟؟؟

 لیکنه: منظور پښتون

 

د پنجاب یو ذهني ناروغه ځوان صلاح الدین د پولیسو له خوا ووژل شو،
زمونږ د زړه د تله دعا ده چې الله دې انصاف ورته ورکړي او الله دې هر کمزوری د زورورو له زوره وساتي!
زینب او د ساهیوال ذیشان ته هم مکمل کوریج او ورسره برابر انصاف ورکړل شو چې ‌‌‌‌‌‌ډیره ښه خبره ده او هرکله دې انصاف وي ورته.
خو دا هم حقیقت دی چې څومره کوریج د پاکستان ميډیا دې واقع ته ورکړ دومره کوریج يې دوه اویا زره پښتانه چې شهیدان شول په هغه کې يې یو ته هم نه دی ورکړی حالانکه زمونږ واله ذهني مریضان نه وو سم د جرګو او وطن پالنې مخکښ کسان وو خو هغه کې یو ته هم کوریج ورنه که .
او یو کس ته هم انصاف خو پریږده د انصاف ورکولو کوشش هم ونه کړ بلکه چې چا د انصاف ورکولو خبره وکړه هغه ته یې هم سزا ورکړه
ته ګوره! هغه راؤ انور ته سزا ورکړل شوه او که نا؟؟
دوی خو ویل چې د زرداري بچی دی نو دوی زرداری نیولی شي خو راؤانور نه شي نیولی، دا عقل مني؟؟؟؟
تیر کال هغه د ضلع کرم ځوان ناصر حسین خو هم په بېګنا جیل کې د تشدد نه مړ شو په هغه باندې د پاکستان میډیا چرته یو جمله هم اوویله؟؟؟ انصاف ورته ورکړل شو؟؟
او هغه د صوبۍ انورالحق خو هم د سرکار په ولکه کې مړ شو نو په میډیا یې کوم قسم خبر وچلول شو؟
د ارمان لوڼي دوه میاشتې ایف ايي آر نه درج کیده
د هارون قاتلان څه شول؟
د طاهر داوړ د پاره اعلان شوی؟ ارجنټ انصاف څه شو؟ انصاف خو پرېږده تش په نوم کمیټي ورته جوړه شوه که نا ؟؟؟
ایا تاسې خبر یاست؟ چې د خړ کمر شهیدانو ته پاره کومې کومې ښنځلې وشوې.
د حیات اباد افریدي یې چې ووژل د هغوی تحقیقات وشول؟؟
فرشته مومند د قاتلانو نه خبر شوي؟
د پېښور ځوان سرتاج په هکله خو مونږ یو ټالک شو هم ونه ولیده ولې؟، تاسو خو ویاست چې:
“اس جھنڈے کے سائے تلے ہم ایک ہیں”
بیا دا تضاد ولې دی؟؟؟
په کلیئر وزیرستان کې یو خوا ټارګټ کلینګ او بل خوا دا لینډ مائنز په چاودنو کې سوی ګلالي مخونو ته پاکستاني میډیا کوریج ورکوي؟؟
په باجوړ کې چې د ټارګټ کیلنګ بیا څپې راغلې په دې باندې میډیا خبرې ولې نه کوي؟
او د اورکزئ هغه آی ‌‌‌‌‌‌ډي فیض واپس روان دی دغه میډیا هغه هغه ړنګ شو او تله شوي او لوټ شوي وطن ته کوریج ولې نه ورکوي؟؟
د چمن او د تورخم په پوله د عامو خلکو سره کوم چلند راوان دی چیرې په میډیا چا حقیقت مخې ته راوړو؟؟
او د کلام د مسکین شاه په هکله دغه ملکي میډیا ولې ګونګه وه خوله ناسته ده مونږ ته خو تاسو وایاست چې:
“سب اس جھنڈے کے سائے تلے ایک ہیں”
بیا دا ولې؟؟
ډېری وقعات یادول رانه پاتې شول او دا هم د تیرو څو میاشتو یو څو واقعات دي ګنې چې ټول یادوې حساب نه هم اوړي او په دومره زیاتو واقعاتو کې یو ته هم انصاف ورنه کړل شو.
دا پریږده چې دوی کوریج نه ورکوی یا انصاف نه ورکوو
خو د او یا چې کومو خلکو د پښتنو د پاره د انصاف غوښتلو غږ پورته کړو هغو سره ریاست څه شرو کړي دي.
عالمزیب، علي، محسین، شیراز مومند، بلال پښتون، شیرنواز مچن خیل ، ملا بهرام ، قاضی طاهر ، حنیف پشتین ، شاه فیصل غازی ، قاسم اچکزئی ، اسماعیل ، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالحئ ، کاکا شفیع ترین ، عارف وزیر ، امان الله ، جمشید ، دوست محمد ، علی بابا ، انور پاشتین دا ټول پاکستاني ریاست ولې نیولي دي؟؟؟
دغه ځوانان د خپلې خاورې د مظلوم خبره په جار کړې ده او کوم ظلم چې په کوم شکل کې په پښتنو روان دی په ښکاره یې نوم اخیستی دی. نور یې هیڅ جرم نه دی کړی.