کور / تازه خبرونه / دکابل ځانمرګې بريدڅوارلس ولسي وګړوته دسرزيان واړاوه

دکابل ځانمرګې بريدڅوارلس ولسي وګړوته دسرزيان واړاوه

د کابل- جلال آباد پر لويه لاره حربي پوهنتون ته نژدې پرايساف ځواکونوترسره سوي ځانمرګى بريد څوارلس تنوولسي وګړوته مرګ ژوبله اړه ولې ده .
بريددمازيګر پر نږدې څلوربجې ديوه کورولاموټرپه وسيله پرنړيوالوځواکونو وسو.
دپکتياکوټ په سيمه کې حربي پوهنتون اوحربي تخنيکوم موقيعت لري اودغه رازپه نژدي سيمه کې يې نړيوال سوله ساتي ځواکونه هم پراته دي .
دکابل دامنيې قومنداني دجنايې جرمونوپه وړاندي دمبارزې مشرمل پاسوال عليشاپکتياوال وايې چې بريديوازي درې ولسي وګړي وژلي اويولس تنه نوريې ټپيان کړي دي .
دښاغلي پکتياوال په خبره چې بريديوازي ولسي وګړوته دسرزيان اړه ولي اونظامي کسانوته پکې هيڅ زيان ندي اوښتي .
ايساف هم وايې چې دوى ته زيان ندي اوښتي اويوازي ولسي وګړي يي قربانيان سوي
خودوسله والوطالبانويوه وياندذدبيح الله مجاهددبريدمسئوليت په غاړه اخېستي اوپکې يې دگنوباندنيوسرتيروژلوادعاکړي .
نوموړى وايې چې بريديي يوه افغان ملګري کړي دي