کور / راپور / د خپلواکي ورځ مو د مټینګ او لاریون په ترڅ کښي ولمانځل

د خپلواکي ورځ مو د مټینګ او لاریون په ترڅ کښي ولمانځل

راپور : بسمل – جرمني


نن د جرمني په مونشن ښار کي موږ دګران افغانستان دخپلواکۍ ۸۹ یمه کلیزه دمټینګ اولاریون په ترځ کي ولمانځله .


زموږ مټینګ ته یو شمير افغانان له نورو ښارونو څخه هم راغلي وو چي یوه خور آن له فرانکفورت څخه راغلي وه .



                      
افغانوخویندوته موځانګړي اسانتیاوي برابري کړي وي که تاسو وړاندي ځیر شئ وبه یي وینئ .



                         
په تصویرنو کي ښکاري چي څوک جلا او څوک په ګډه د سولي د طرحي په لوستلو بوخت دي .




قدرمنو وروڼوسلامونه مي ومنئ!


لکه څنګه چي تاسو زموږ خبرتیا لا د مخه لوستي وه موږ نن په دي وتوانيدو چي خپل مټینګ او لاریون تر سره کړو زموږ مټینګ داستاداولمیر په خوږه ترانه(دازموږزیباوطن)پیل شو چي ورپسي د ښاغلي ډاکتر روستار تره کي د مباره کي ثبت شوی پیغام ګډونوالو ته واورول شو له هغه څخه وروسته زموږ د سولي د طرحي کاپی په ګډونوالو وويشلي شوي ترڅو هریوخپل نظر او وړاندیز راکړي، زموږ طرحه  جوپه جوپه او په تنهائي ډول هم ګډونوالو ولوستله چي په پای کي د ټولو د تائید وړ او چاڅه منفي او کوم خاص نظر نه درلود.
دادی تاسوخوږوهیوادوالوته هم نوموړي طرحه وړاندي کيږي که تاسو کوم ګټور وړاندیزونه اونظرونه لرئ نو د مهرباني له مخي یي زموږ په پته a.c.besmel@hotmail.de راوليږئ چي بیا یي زه له خپلي طرحي سره وروسته له انګريزي ژباړه دالمان دولت، ملګرو ملتونو، دامریکا، انګريز، کاناډا اویوشمير نورو سفارتونو ته وليږم دا چي هغوی به څه غبرګون ښیي هغه به پريږدو د هغوی انصاف ته.

یادونه:

باید زیاته کړم چي زموږ په مټینګ کي هزاره، تاجکو، ترکمنواوبلوڅو وروڼو هم ګډون درلود چي په یوه خوله یي  زموږ  د ویاړونو او ملي یوالي غلیمان لکه لطیف پدرام په کلکه وغندل .

زموږ طرحه په لاندي ډول ده :

د ګران افغانستان ناامنه ولایتونه دي غیرپوځي اعلان شي
ګرانو هیوادوالو!
نږدي اووه کاله کیږی چي زموږ په لمبو سوي هیواد ګران افغانستان کي د انسان دوستۍ، عدالت او دموکراسي په نوم نغاري په خرپ سره ډنګیږي، د بن دکنفرانس اوملګروملتونو د پريکړوپه پلمه نږدي څلويښتو هیوادونو زموږ خاوري ته د خپل نظامي حضور لار پرانستله چي ترڅنګ یي یو ه فاصده، نامشروع او له جنګي جنایتکارانو څخه ډکه اداره د افغان ولس په اوږو ورسپره کړه  له دي څخه وروسته کورنیو او بهرنیو ځواکونو د وسلوالو مخالیفینو په ګډون زموږ مظلوم ولس ته دسرپه کاسه کي اوبه ورکړي، د امن په ځای یي ناامني واکمنه او کړاونه یي لا پسي زیات کړل ځکه خو حالاتو په بل ډول پراختیا وموندله نه خو د بن د کنفرانس پريکړي عملي شوي او نه د ستونځو د حل لپاره کومه بله لار چا ولټوله هسي له تروریزم سره د مقابلي په نوم زموږ په هیوادکي د ژنوساید(قام وژني) سیاست روان، غله ته وایي غلا کوه او د کور څښتن ته وایی چي، بیدار اوسه نن د طالب اوالقاعدي په پلمه په بي رحمي سره دیوباتورقام وژنه روانه ده له همدي وجي موږ دجرمني په بایرن ایالت کي ميشت افغانان په خپل ټاټوبي ګران افغانستان کي دا تپلي، ناروااوپه لوی لاس برابره شوي جګړه نوره نه شو زغملای ځکه داخپل غږپه لاندينۍ نوښتي طرحه کي نړیوالي ټولني، افغان دولت او وسلوالو مخالفینو ته رسوو ترڅو د یوي رښتیني سولي راتګ او ټینګښت ته زموږپه جګړه ځپلي هیوادکي زمینه برابره اوژرترژره دسولي لپاره لاندي کوټلي ګامونه واخلي:
۱ دا تش په نامه او وارخطا ملي اردو، وسلوال مخالیفین اوبهرني ځواکونه دي له هغو ټولو ناامنو ولایتونو څخه ووزي په کوموکي چي،  دا تپلي او ناروا جګړي رواني دي ترڅو چا ته نوره د جهاد کولو پلمه نه وي ور پاته.
۲ افغان دولت دي له قومونو سره داسي تړونونه لاسلیک کړي چي، په ترځ کي یي قومي مشران له کلیوالو وګړو په   خاص ډول له هغو زلمیانو څخه  د قومي اربکیو یو غښتلی ځواک جوړ کړي کومو چي، د زده کړي چانس او وخت له لاسه څخه ورکړی وي .
۳ که چيري نړیواله ټولنه، افغان دولت اووسلوال مخالیفین د قومي اربکیو په ځواک باور نه لري بیادي له ګاونډیو هیوادونو څخه پرته د نورو بي غرضواسلامي هیوادونو سوله ساتونکي ځواکونه د یو ټاکلي وخت لپاره ناامنه
ولایتونوته دملګرومیلتونوپه پريکړه راشي ترڅوهم دقومي اربکیو ترڅنګ امنیتي دندي ترسره اوهم اربکي ځواک ته پوځي روزنه ورکړي چي په دي ډول به هم سوله واکمنه اوهم به د راتلونکي ځواکمن ملي اردو په جوړولو کي ډير لوی رول ولوبوي .
۴ موږ له وسلوالو مخالیفینو څخه دا نه غواړو چي ګواکي دوی دي د کابل اداري ته تسلیم او له خپلي مبارزي څخه لاس واخلي، هغوی دي خپله مبارزه په سیاسي ډګر کي د نړیوالواوانساني اصولو په چوکاټ کي په مخ بوزي خوکه یوازي د جګړي لار ورته غوره ښکاري بیا دي له کلیواوبانډو څخه چیري لري له خپل رقیب سره زور وازمویي .
۵ موږ په کلکه د یو ځواکمن مرکزي دولت غوښتونکي یو دولت باید سپيڅلي اداري چارواکي، او د ښارونو د عامه   نظم ساتني لپاره پاک او مسلکي پولیس د ناامنو ولایتونو په مرکزونوکي وګماري .
۶ دا اوسنی اردو دي د هیواد پولو او د لویو لارو ساتلو ته وليږل شي .
۷ نړیوال قوتونه دي خپله ستراتیژی او وخت افغان ولس ته په ښکاره او رښتیني ډول روښانه کړي .
۸ د بیا رغوني لپاره دي بيړني ګامونه واخیستل شي ترڅو خلګ ډاډه او په پرمختګ یي باورراشي .
۹ په جګړه ځپلو ولایتونوکي دي ژر تر ژره د کرهڼیزوفارمونو، فابریکو، علمي او تولیدي موسسو اوځینو نورو بوختیاوو کار پیل شي ترڅو زموږ کړیدلي اوجګړي ځپلي وروڼه د نورو نړیوالوپه څير یونورمال ورځنيز ژوند ته را وګرزي اوله خپلواولادو سره یوه ګوله وچه ډوډۍ په ارامه وخوري، دا په مسؤلیت سره وایو چي، که هغوی ته یوه معینه اندازه عاید په لاس ورشي بیابه هیڅکله نه په چا وغولیږي، نه به جګړواو وروروژني ته زړه ښه کړي.
۱۰ په نوموړو سیمو کي دي سوچه کلیوالي دودونو اوکولتوري پروګرامونو ته ځانګړي پاملرنه  وشي  تر څو زموږ  له جګړو څخه ستړی ولس لږ دمه وکړي، بشري قوه په تيره بیا زلمیان مو له سره سا واخلي چي د روحی تسکین په لاس ته راوړلوسره تير په هير او د خپلي روښانه سبا غم وخوري .
۱۱ که په  ټولو نا امنو ولایتونوکي زموږ په طرحه موافقه نه کیږي بیا دي په یوڅو ولایتونو کي د ازمویني اونموني په ډول ومنله شي .
۱۲ دښاغلي کرزي اداره دي زموږ د طرحي د منلو په صورت کي له مخالیفینوسره په رښتیني ډول دپخلایني پروسه په مخ بوزي که هغوی دولتي پوستونه غواړي خیردی وردي کړي هغه متل دی چي، له وژلي ورورڅخه ګومل پريښي ښه ده ترڅو د مغرضو ګاونډیوهیوادونو توري نقشي له تورو خاورو سره خاوري  شي .
۱۳ که زموږطرحه دریو واړو خواوو ته ستونځمنه ښکاري نو بیا دي د بن د کنفرانس په شان یو بل نړیوال کنفرانس را وبلل شي چي، یوه داسي رښتیني، منلي اوحقوقي اداره دخواراو زارافغانستان لپاره وټاکي کومه چي، په رښتیني ډول د دریو لسیزو جنګي جنایتکاران نړیوالي محکمي ته وسپارلی شي .
یادونه:
که زموږ طرحه ونه منله شي او دا جګړي په یو خونړي ملي پاڅون واوړي بیا به یي د ناخوالواو زیانونود پایلو ټوله پړه په لمړي ګام کي د ملګروملتونوپه سازموږن، افغان دولت اووسلوالو مخالیفینو وي چي، په خاص ډول به د ملګرو ملتونو چاري او واک تر جدي پوښتنو لاندي راولي .