د فضل هادي فضليار د غزلو ټولګه چاپ شوه

د لراوبر اداره | اگست 17th, 2008


د ځوان شاعر فضل هادي فضليار لومړنۍ غزليزه ټولګه (په سترګو كي خبرې) تازه له چاپه راووته.
په سترګو كي خبري غزلټولګه چي په ۱۲۸ مخونو كي چاپ شوې، د دوه زرو (۲۰۰۰) ټوكو په شمېر مومند خپرندويي ټولني د شريف الله ناصري په چاپ زيار له ننګرهاره خپره كړي ده.
په نوموړي ټولګي باندي د پښتو شعر تكړه او پياوړو استادانو، هر يو استاد فضل ولي ناګار او استاد يارمحمد كوچي سريزي ليكلي دي، دغه راز په ننګرهار كي د ځوان كلتوري خوځښت مشر نصيراحمد ښاد پري د فضليار صيب پېژندنه ليكلي ده.
نوموړو دواړو استادانو د فضليار د فكر او هنر ترڅنګ د هغه د شعر په اخلاقي، سياسي،ديني، ټولنيز ،پښتني، ملي او حماسي ښېګڼو باندي خبري كړي دي.
ناګار صيب د ځوانو شاعرانو تر منځ د فضليار شاعري يو ادبي بغاوت او هغه يي يو سپېڅلى، ګروهمن او نوښتګر شاعر كڼلى. همدارنګه استاد كوچي د فضليار د شعر په هغو ځانګړتياو خبري كړي، چي د هغه شعر يي له نورو څخه بېل كړى او يو ځانګړي سبك او بېله لار يي وربښلي ده.
د نوموړي غزلټولګي كمپوز عبدالحسيب انوري، ډيزاين يي نايل خوګياڼي او د پښتۍ او تصويرونو ډيزاين يي لمر ككړكي تر سره كړى.
دا هم د نوموړي غزلټولګي څخه د فضليار څو غزلي چي دلته يي ګرانو لوستونكو ته وړاندي كوو:

غزل


پـوهـېږي اوس مـي څنګـه بي لـه تـانـه زنـدګـي ده ؟
جـانـانـه! وه جـانـانـه! بـلا ګـرانـه زنـدګـي ده

د سـترګـو لـه يـو رپ سـره يـي څـو کـسـو نـه واخلـي
ددي وطـن د خـلکـو څـه ارزانـه زنـدګـي ده

پښـتون يـي چـي ونـه ګـڼـي کـوم بل څـه ورتـه وايـه
د چـا چـي بـي حـجـري او بـي اذانـه زنـدګـي ده

چي يار يي وي ، کـوکـنار يي وي او رحم پر خوارانو
د داسـي خـلـکـو بـالـکل بـي ارمـانـه زنـدګـي ده

بـي مـيني ، بـي لـتـانـه ، بـي لـه يـاده دي جـانـانـه
بـي عقـلـه او بـي روحـه بـي وجـدانـه زنـدګي ده

چـي نـه پـکي عـزت وي ، نـه غـيرت او نـه مـېړانه
هـغـه ګـورئ مـلګـرو بـي ايـمـانـه زنـدګـي ده

سـره له دي چـي ډکـه ده لـه رنـځـه فضـليـاره
خـو بيـا هـم ګـوره مـينه څـه کامـرانـه زنـدګي ده

 

 

نـوم  : احسان الله

 سـرليک  : د فضليار خو غزلبوله شاعري خوښيږي
ليکوال: سيد شاه سعود (سعود)
 مـتن  :
د فضليار خو غزلبوله شاعري خوښيږي
سيد شاه سعود (سعود)
مخامخ راته د فضليار صاحب ( په سترګو كي خبري ) نومي غزلټولګه پرته ده، او زه يي د فکر وزرونه لاندي الوت داسي احساسوم، لکه د بوډۍ په ټال چي د ماچين ښاپېرۍ جوټي وهي.
دا څو بيته به په خلکو کي ژوندي وي
فضليار به له يارانو څخه هېر شي
فضليار د غزل شاعر دی او زه يي تش په فکر څو خبري کول غواړم، تر اوسه به د فضليار په ملګرو کي چا ضرور دا خبره کړي وي، چي دا انجنير شاعر هم دی، خو زه هم دغه خبره نن په دا ډول کوم چي دا شاعر انجنير هم دی. زما او د فضليار د ملګرو د خبري معنا يوه ده، خو فرق پکي دادی چي هغوى يي د انجنيرۍ له خوا شاعرۍ ته ګوري او زه يي د شاعرۍ له خوا انجنيرۍ ته ګورم. له بده مرغه شاعري او انجنيري خلکو ته شرق او غرب ښکاري، خو زه په دي عقيده يمه چي د ساينس د هري څانګي لوستونکى ژوند ته ډېر نزدي وي او په خورد بيني نظر او باريك خيال سره د عناصرو مشاهده او د ژوند ننداره کوي،يو انجنير د خپل وران وطن په درد تر نورو ډېر خوږيږي او دا خبره د فضليار د کتاب د څلورم غزل په وړومبي شعر کي راڅرګنديږي.
فضل د خداى دی د ټوپک پر ځاى ګلاب غواړي اوس
چا چي به کلي ورانول هغوى کتاب غواړي اوس

هم ددی غزل په دويم شعر کي وايي:

وايي زما مينه به خپل زړګي کي پټه ساتې
دا ساده ګله رانه لپه کي درياب غواړي اوس

او وړاندي د يو بل غزل مقطع ده چې:

ته بېوفا د فضليار له زړه چي لاړي نو څه
هغه ده هلته په هماغه ځای اوس بله اوسي

دغه دري واړه شعرونه د يو بدلون اعلان کوي، چي په وړومبي شعر کي يي ارمان دويم شعر کي يي علامت او درېيم شعر کي يي زېري دی.
د دي کتاب هر شعر د فضليار د فکري سفر وړومبی قدم ښکاري، د تخليقي شيبو په رواني قافله کي يي د حماسي اوښانو سره د حسن ښاپېرۍ هم رواني دي او ميني يي د قطب ستوري ته مهار په لاس کي ورکړای دی خو کله کله يي د فکر په اسمان توري ورېځي خوري شي او زما غوندي نا بلده لوستونکي نه پکي لاره غلطه شي.

انجنيري غوندي خو وخت د فضليار نه نيسي
غزل ليکل خو د يوي شيبي خبره ده يار

د فضليار غوندي بل انجنير چي د شاعرۍ په تاريخ کي لرو نو هغه غني خان دی، غني خان د نظم شاعر دی، نظم يي پښتون کړاى او تر هغه ځايه يي رسولاى دی چي بل څوک ورپسي نشي رسېدلائ .

فضليار غزل خوښوي او په يو شعر کي وايي چي :

نظم چټيات ګڼي ازاد شعر ته اور اچوي
د فضليار خو غزلبوله شاعري خوښيږي

وايي چي څوک په قوالۍ پوهېږي، هغه موسيقۍ کي پر هر څه پوهيږي، هم دغه راز چي څوک په غزل پوهېږي، هغه شاعرۍ کي پر هر څه پوهېږي. خو قوالي او غزل دواړه ډېر نازک اصناف دي، د غزل سينه ډېره پراخه ده، هر رنګه خبره پکي کولاى شي خو د فکر او خيال نزاکت سره سره د اصطلاحاتو داسي چاڼ غواړي چي يو ټکی هم غېر شاعرانه راشي نو ټول غزل سر وخوري.
په دی مي فضليار ډېر خوښ دی چي هغه ځان ته غزل يار وايي او غزل بوله شاعري يي كړي ده، خو په دي خبره ورسره اتفاق نه کوم چي نظم چټيات ګڼي او ازاد شعر اور ته اچوي.
په آخر کي ورته دعا کوم چي تر کومه غني خان نظم رسولاى دی، الله دي وکړي چي تر هغي زيات فضليار غزل ورسوي.
آمين

Copyright Larawbar 2007-2024