کور / تازه خبرونه / د پېښور په هوايي ډګر كي د خطر زنګ ووهل سو

د پېښور په هوايي ډګر كي د خطر زنګ ووهل سو


د پښتونخوا ايالت پوليس وايي د پېښور په هوايي ډګر كي يې د خطر زنګ وهلى دئ.
د پوليسو په وينا په هوايي ډګر كي يې وروسته له هغه امنيتي تدابير ټينګ كړل، چي د نامعلومو له كسانو له خوا يې داسي خط ترلاسه كړ، چي پكښي پر هوايي ډګر د ځانمرګي بريد ګواښ پكښي سوى و.
پوليس وايي د خط له ترلاسه كېدو وروسته يې د پېښور ښار ته د ننوتلو پر دروازو او د هوايي ډګر په شاوخوا كي د شكمنو كسانو لټون او په موټرونو كي تلاښۍ سختي كړي دي.