کور / تازه خبرونه / تركي الوتكو پر عراقي خاوره بمونه وغورځول

تركي الوتكو پر عراقي خاوره بمونه وغورځول


د تركيې پوځي الوتكو د عراق په شمال كي د كردي بېلتون پالو پر شكمنو هستوګنځيو بمبار كړى چي تر اوسه د مالي او ځاني تاوانونو په اړه خبر نه دئ وركړل سوى.
د تركيې د دفاع وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه كي ويل سوي چي دغه ځايونه يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځكه بمبار كړي، چي د كردي بېلتونپالي ډلي وسله وال كسان پكښي اوسېدل او د تركيې پر خاوره يې د بريدونو پلان درلود.