کور / تازه خبرونه / په بېلابېلو عملياتو كي د ۶۶ طالبانو د وژني ادعا وسوه

په بېلابېلو عملياتو كي د ۶۶ طالبانو د وژني ادعا وسوه


د افغانستان په جنوبي او ختيځو سيمو كي د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كي د ۶۶ طالبانو د وژني ادعا وسوه.
رسنيو د زابل د والي د وياند ګلاب شاه عليخېل له خولې خبر وركړ چي له طالبانو سره د يوې څلور ساعته جګړې په ترڅ كي ۳۲ طالبان او پنځه افغان پوليس وژل سوي دي.
د نوموړي په د يوه شخصي امنيتي شركت د پوليسو او طالبانو ترمنځ هغه وخت دغه نښته رامنځته سوه، چي طالبانو د ناټو پر يوه لوژستيكي كاروان باندي بريد وكړ.
همدا راز د زابل په يوه بله نښته كي چي د افغان پوځيانو او طالبانو ترمنځ رامنځته سوې د اوو طالبانو د وژني ادعا سوې ده.
بلي خواته طالبانو په كندهار كي د سړك د غاړي په يوه بم كي د لسو پوليسو د وژني دعوه كړې، چي په اړه يې د كندهار چارواكو څه نه دي ويلي.
د پكتيكا چارواكي وايي له طالبانو سره په يوه سپكه جګړه كي يې څلور تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي د ۲۳ طالبانو د وژل كېدو او ۱۳ نورو د نيولو خبر وركړل سوى دئ.
خبرپاڼه وايي دغه عمليات د هلمند په نادعلي ولسوالي كي ترسره سوي، چي څلور پوليس هم پكښي ټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي له مخي په دغو عملياتو كي د مولوي جلال الدين حقاني د يوې ډلي قومندان محمدزمان هم وژل سوى دئ.