کور / تازه خبرونه / اسفنديار ولي خان او آصف زرداري ځانګړى مجلس وكړ

اسفنديار ولي خان او آصف زرداري ځانګړى مجلس وكړ


د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او د پيپلز ګوند نائب مشر آصف علي زرداري په اسلام آباد كي د پاكستان د روانو حالاتو په اړه يو ځانګړى مجلس وكړ.
د خبرونو له مخي په دغه ليدنه كي چي تر يو نيم ساعت هم ډېره اوږده سوه، د جنرال مشرف د استيضاح او په قبايلي سيمو كي د طالبانو پر ضد د روانو عملياتو په باب د دواړو مشرانو ترمنځ د نظر تبادله وسوه.
د اسفنديار ولي خان يو له هغو درو كسانو څخه دئ، چي ښايي تر جنرال مشرف وروسته د پاكستان جمهور رئيس انتخاب سي.