کور / تازه خبرونه / امريكا: چا ويل چي موږ مشرف ته پناه وركوو؟

امريكا: چا ويل چي موږ مشرف ته پناه وركوو؟


امريكا  هغه خبرونه رد كړل، چي وايي امريكا د پاكستان ولسمشر ته سياسي پناه وركوي.
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره كاندوليزا رايس وايي امريكا تر اوسه داسي پلان نه لري چي نوموړي د سياسي پناه پر وركولو باندي غور وكړي.
ډاكټره رايس زياتوي په اوسنيو حالاتو كي دوى يوازي د پاكستان د جمهوري حكومت د كړنوڅارنه كوي او د جمهور رئيس مشرف او حاكمو ګوندونو ترمنځ په روان كړكېچ كي ځان نه ښكېلوي.