فرانسه: كه روسان پرشا نسي، پايلي به يې خرابي وي

34 | اگست 17th, 2008


د فرانسې جمهور رئيس نيكولاى سركوزى وايي كه روسان له ګرجستان څخه خپل پوځونه ونه باسي، پايلي به يې خرابي وي.
ښاغلي سركوزي د روسيې ولسمشر ديمتري ميديوف ته تليفون وكړ او په دې اړه يې خپله اندېښنه ورته څرګنده كړه.
بلي خواته د روسيې د دفاع وزارت وايي له ګرجستان سره د فرانسې له خوا د امن د تړون له مخي يې له ځينو سيمو څخه خپل پوځيان ايستلي دي.
تر دې مخكي روسيې ويلي وه چي روسي پوځونه به هغه وخت له ګرجستان څخه ووزي، چي هلته د امنيت له ټينګوالي څخه ډاډمن سي.

Copyright Larawbar 2007-2024