کور / تازه خبرونه / برلين: د اتلسمي پېړۍ بايسكلان نندارې ته وړاندي سول

برلين: د اتلسمي پېړۍ بايسكلان نندارې ته وړاندي سول

 




د جرمني په پلازمېنه برلين كي څو تنه بايسكل وانان د اتلسمي پېړۍ پر لومړنيو بايسكلانو ښار ته راووتل او په دې ډول يې د ۱۸۸۰ – يمو كلونو وختونه د خلګوپه ذهنونو كي انځور كړل.
د پيني Penny په نوم دغه بايسكلان عيناً د پخوانيو هغو غوندي جوړ سوي او هر كال د المان په مختلفو ښارونو كي نندارې ته وړاندي كېږي.
دغه بايسكلان چي په لومړي ځل په ۱۸۷۱ كال كي بازار ته راوتلي، هيڅ ډول بريك نه لري او چلوونكى يې مجبوره دئ چي د چلاو پر وخت يې په خپل هنر او چالاكي باندي سمبال كړي.