کور / خبرتیا او پيغامونه / د زيار صاحب ويبپاڼه [zyar.net] دي ټولو ته مبارك وي !

د زيار صاحب ويبپاڼه [zyar.net] دي ټولو ته مبارك وي !


له ښه مرغه چي نن سبا د پښتو بريښنايي رسنۍ په بري سره وده مومي او د منځپانګي له پلوه يي هم يون د بري د ماڼۍ په لور پايينه ( ادامه ) لري . په دي لړ كي ما همدا نن د (( سمسور )) په ښكلي انټرنيټپاڼه كي ولوستل چي د زيار صاحب په نامه يي نوي ويبپاڼه پرليكه كړي ده . پرته له كومي ښندي بايد ووايم چي په دي اړه څه موده مخكي له ماسره هم د زيار صاحب د ليكنو او اثارو لپاره د دغسي يوي انټرنيټپاڼي د پر ليكه كيدو فكر پيدا شوى وو . نن خبر شوم چي دا كار د (( سمسور )) ښكلي انټرنيټپاڼي د ښاغلو پازوالو له لوري تر سره شوى او په دي نيك ګام سره يي زموږ د ډيرو پښتنو وروڼو له ارمانونو نه يو ارمان راپوره كړى چي ډير د خوشالۍ او نيكمرغۍ ځاى دى .


 zyar.net


زه پرته له كومي ښندي وايم چي ډاكټر پوهاند مجاور احمد زيار  د افغانستان د اوسني پوهنيز او كولتوري بهير په هسك كي يو له ډيرو لويو او ځلاندو ستورو څخه دى ، چي پخپلي پوهنيزي اكاډميكي زيرمي او تجربي سره يي زموږ په هيواد افغانستان او ټولنه كي د يوي لويي هستۍ ارزښت خپل كړى دى . په خواشينۍ سره چي ما لا تر اوسه پوري د زيار صاحب ټول اثار نه دي لوستلي او د يو لړ ستونزو لامله يي اثارو ته لاسرسى نه لرم ، خو دغه رښتيا ټولو ته د لمر په څير روښانه ده چي هغومره بنسټيز او ژور پوهنيز كار چي زيار صاحب د پښتو ژبي د ژبپوهني ، په پښتو ژبه كي د نويو نومونو او وييونو د رغولو او له نورو ګاونډيو ژبو سره ددغي وروسته پاتي ژبي د سيالولو په برخه كي تر سره كړى ، فكر نه كوم چي كوم بل چا دي ترسره كړى وي . په يوه ژبه كي د هماغي ژبي له ريښو نه د نويو نومونو ( اصطلاحاتو ) او وييونو ( كليمو ) رغول له يوي خوا ژبه او د هغي پوهنيزه زيرمه شتمنوي او له بلي خوا ژبي ته د نورو بهرنيو نومونو د ننوتو مخنيوى كوي ، چي پخپل ذات كي هم ژبه ژوندۍ ساتي ، هم وده وركوي او هم يي د بهرني كولتور له يرغل نه ژغوري . دا كار زيار صاحب په يوه ځانګړي نوښت سره كړى چي د هر ډول ژبني ، ادبي او مانيز ارزښت  درلودونكى دى .


زه ژبپوه او د ژبپوهني څانګيز سړى نه يم خو په دي ډاډ لرم چي كه موږ وغواړو او كه ونه غواړو د ټولني له ټولنپوهنيزي ( سوسيالوجيكي ) ، تاريخي ، اقتصادي ، سياسي او نوري ودي سره سم د هغي كولتور او ژبه هم موازي وده كوي او دا يوه تاريخي قانونمندي ده چي په ټوله نړۍ كي يي بيلګي ليدل كيداى شي .


موږ افغانانو په تيره بيا پښتنو ته اړينه ده چي د خپلو پوهانو ، د ټولني رښتينو خدمتګارو په ارزښت ځانونه پوه كړو ، هغوى ته قدر وركړو ، د نوري نړۍ او ګاونډيو ژبو ته د درناوي پر بنسټ ، له هغوى سره څنګ پر څنګ ځانونه د سمي ، روغي او رښتيني سيالۍ جوګه كړو .


زه د (( زيار )) صاحب د ويبپاڼي د پر ليكه كيدو لامله د زړه له كومي خوشاله او نيكمرغه يم او لوى څښتن تعالى دي دغه خوشالي زموږ ټولو خوږو افغانانو وروڼو او خويندو ، هڅاندو ښاغلو او اغلو ته ور په برخه كړي . زه د دغي نوي خوښۍ بښونكي پيښي په مناسبت پخپله زيار صاحب ، ټولو ليكوالو او په پښتو مينو افغانانو ته د زړه له تله مباركي وايم . زه باور لرم چي دغه ويبپاڼه به د ټولو لوستونكو لپاره په يوه ګټور ژبپوهنيز پوهنغونډ ( دايره المعارف ) باندي بدل شي . د زيار صاحب د روغتيا ، سلامتيا ، سوكالۍ او اوږده ژوند په هيله .