کور / شعر / توبه له يارانې

توبه له يارانې

 


توبه له يارانې
مينه اخلاص لاړل په مطلب شوې دوستانې
توبه له يارانې توبه له يارانې
وفا او د همت خبرې ښکارې افسانې
توبه له يارانې توبه له يارانې 
مينه او اخلاص لاړل پدې وخت کې ذلت شو
چې زر او زور ېې نه وي نو په برخه ېې نفرت شو
موقف او مال ېې ګورې د دوستۍ دا حقيقت شو
د يار سترګو کې وينم بيا د کرکې نښانې
توبه له يارانې توبه له يارانې



بازار د دنيا ګوره يارانې پکې خرڅېږي
دوستي وينم په تله د دولت کې تلل کېږي
د زړه په کور مې نن د جفا کاني را اورېږي
نو ځکه مې په خوله شوې د غم ډکې ترانې
توبه د يارانې توبه د يارانې 
راځه زړګيه پرېږده نوره مخ په ميخانه که
را پورته دې په سر د ساقي ډکه پيمانه که
د تل لپاره ځان لدې دنيا نه بېګانه که
يو نده چې به زوړ شي د غم ډېرې خزانې
توبه له يارانې وبه له يارانې 



صادق او رښتين ګوره د اميد شمعې ېې مړې شوې
ځګروي کوي په خوله ېې بيا سلګۍ وړې وړې شوې
د ننګ او خواخوږۍ خبرې لاړلې زړې شوې
ف – ث هسې زړه مه خوره ورانې ډېرې دي خانې
توبه له يارانې توبه له يارانې 



ف – ث د محبت په نوم دوکه شو څو څو ځله
چې دوست ېې ورته وېلې هغه خوله شوله بدله
نو ځکه ېې د زړه په وينو ليک کړه دا غزله
په بڼه کې د ګلو پرې ازغو وکړې کانې
توبه له يارانې توبه له يارانې 



10.07.2002