کور / شعر / ملاتړ

ملاتړ


دامړه څراغونه خو دژوندښکلي رڼا ته غــــواړي
نن خو محمود او اسفنديار خيرونه تاتــه غواړي


د توروشپو جلاد به نه غو څــوي نور ســـــــرونه
داسپينه توره به په سرو وينو بل چاتــه غواړي


چي پښتانه لکه يو ځان سره پېونـــد شي داسي
د پرښتو د خولې آمـــين خپلي دعـــــا ته غــواړي


د بل سپرليو ته د ځــان ويني ونه څـــــــــڅوئ
رانه محمود او اسفنديار يي پښتونخوا ته غواړي


چي په هجرت کي د خزان بادونو يوړه ښـــکلا
د جانان زلفي د ســـــــــــــــپرليو وهوا ته غواړي


پښتونه وروره په پردي ډولونو مه کــــړه اتڼ
د قام لښکر خو ملا تړي ملګرتيا ته غـــواړي


د حسن توري په قلم سره پــېيم د ښـــــــــکلا
ستا بشرمل زېب او زينت واړه دنيا ته غواړي



بشرمل ناصر ږوب جنوبي پښتونخوا