کور / تازه خبرونه / د خوست – ګرديز سړك كار پيل شو

د خوست – ګرديز سړك كار پيل شو

د خوست ګرديز سړك په پاخه او اساسي ډول د جوړونې كار پيل شو.


تيره د ورځ د پكتيا ولايت په مركز ګرديز كې د څلورو ولايتونو د ولايانو ، قومي مشرانو او اوسيدونكو په ګډون په يوه پراخه راټوليدنه كې د دغه سړك كار په رسمي ډول پيل شوي.


دغه سړك چې ۱۱۰ كيلو ميتره اوږدولى لري د شاوخوا ۸۶ ميلونه امريكايي ډالرو په ارزښت به يې د اتلسو مياشتو په اوږدو كې كار بشپړ شي.


د پكتيا ولايت والي د دې سړك پرانيسته د هيواد لپاره يوه لويه اقتصادي پرمختيا وبلله.


 


په دې پراخه راټوليدنه كې چې د ټولګټو چارو وزارت معين معين ډاكټر محمد ولي رسولي


 هم برخه درلوده  ده  وويل چې تر دې مهال د ټول افغانستان په كچه څلور نيم زره كيلوميتره سړك په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.


ده وويل چې د سړك د كار د ښې څارنې لپاره يې د لوز برجر په نوم له يوې خارجي كمپنۍ سره تړون كړى ترڅو د هغه هندي كار چې سړك يې په قرداد نيول د كيفيت له نګاه وڅاري


 


 د غونډې پر مهال د پكتيا ولايت والي جمعه خان همدرد له ټول قومي مشرانو څخه غوښتنه وكړه چې د سړك په ساتنه او د كار په ښه ډول پرمخ بيولو كې له دوى سره مرسته وكړي.


ده وويل چې په پلان كې لري ترڅو د پكتيا ولايت د نهو ولسواليو تر منځ د غځيدلي سړك كار هم په پاخه او اساسي ډول په نيږدې راتلونكي كې پيل كړي.


 


خوست والي ارسلاجمال بيا له ټول دولتي او غير دولتي ډونر موسسو څخه وغوښتل چې هڅۀ دې وكړي ترڅو د وړو پروژو پر ځاى پراخې او اوږد مهالي پروژې په كار واچوي چې په دې ډول به د افغانستان اقتصادي چارې د افغان دولت لاس ته وليږي چې  د ده په وينا دا كار د ويوه هيواد په اقتصادي پرمختګ كې تر ټول اړين كار دى.


 



قومي مشرانو هم په خپلو خبرو كې له دولتي چارواكو او له ناستو كسانو سره ژمنه وكړه چې تر خپل وسې به د سړك د امنيت په ساتلو كې هڅه كوي او چاته په د دې سړك د كار مخنيو ته اجازه ورنه كړي


دغه سړك چې كار به يې په اتلسو مياشتو كې بشپړ شي د ۸۶ ميلونه امريكايي ډالرو په ارزښت جوړيږي، د دې سړك د جوړونې كار د يوه هندي كمپنۍ لخوا پر مخ بيول كيږي او يوه بله امريكايي كمپني يې د كار د كيفيت څارنه كوي.