دوې پېښي دوه ټکي
پرون دوې پېښي وشوې :
په خوست کي امريکایانو دکرکټ ستوری رحمت ولي وواژه او په ننګرهار کي ISI جاپاني انجينر سټ کړ .
دا چي ولي امريکایانو ځوان افغان لوبغاړی په اور وسوځاوه او ورور یي له ځانه سره بوته ښايي دليل دا و ،چي ښکار ته به ﺉيي زړه شوی و ، امريکايان له ترهګرۍ سره د افغانانو ( او هغه هم دمدني افغانانو) دکورونو په منځ او دهغوی دخوب په خونو کي جنګيږي ، واه واه څومره زړ ور دي ، ددي عصر قهرمانان . امريکايان غواړی نړۍ ته ووايي ، چي ترهګر دخوست په کورونو کي تجهیزيږي او وسله وال کېږي نه په پنجاب او د ISI په مرکزونو او تريننګ کمپونو کي .
امريکایان نه شي کولای د ترهګرو سرچيني په پاکستان کي وځپي ، نو چي زور پري راشي بس دخوستیانو ، شينډنډيانو او شينوارو او … پر کورونو راولګيږي ښځي او ماشومان شهيدان کړي او کله کله لوی ښکار هم کوي او هغه دا ،چي په خوست کي دکرکټ لوبغاړی په کور دننه شهيد کړي .
ستونزه داده ،چي په افغانستان کي هيڅ څوک نشته ، چي امريکايانو ته د ترهګرۍ اصلي سرچیني وروښيي او د بيچاره افغانانو له قتل څخه یي منع کړي .
بله پېښه
څوکاله پخوا جاپانیانو غوښتل د مشرقي وچي دښتي او شاړي ځمکي خړوبي کړي او خوارو افغانانو ته د روزۍ بودلو لاره هواره کړي ، هغوی غوښتل دکونړ ل مست سیند څخه ،چي د افغانانو خپلي اوبه دي ګمبيري دښتي ته يو کوچنی نهر ورسيخ کړي او په دي توګه دافغانستان تږي ځمکي ته دافغانستان له خپلو اوبو څخه ژوند وروبښي ، پاکستان ، چي نه غواړي دکونړ له اوبو څخه يو څاڅکی هم راکم شي او غواړي ټولي پاکستان ته ورشي ،چي هلته هغوی ته بريښنا ، کرنه ، کبان او د طبيعت ښکلا ورکړي نو ددغي پروژي لومړی طراح جاپانی انجينر یي په اسلام اباد کي ترور کړ ، خو ددغه انجينر باهمته خور افغانستان ته راغله او دخپل وژل شوي ورور ارمان يي پوره کړ ، نهر يي ويوست يوازي 63,000 وني ددغه نهر پر غاړه شني شوی 36,000 هکتاره وچه ځمکه خړوبه شوه او په هغو دښتو کي چي مرغۍ به له تندي سوځيده ، اوس خلک شولي کري .
ISI دافغانستان دغه قسم خوړلی دښمن دا هرڅه ونه شو زغملی او اوس یي خپل نوکران راولېږل او بل انجينر یي وواژه عجیبه داده ، چي اوس عام خلک هم پوه شوي ، دخيوي او نورو سیمو خلکو ددغه انجينر پر وژلو کلک غبرګون وښوده او خپله خواشیني يي پټه نه کړه ،د ISI تالي څټي غلامان باید پند واخلي . خو ددي ليکني پيغام دادی ، چي هی بیچاره افغان ولسه ! دخپلي ناپوهۍ له امله په څه دامونو کي نښتی یي ، هر څوک دي په دي سر سر وهي خو ته نه راويښيږي .