کور / تازه خبرونه / ۳ تنه دبګرام له امريکايي زندان څخه راخوشي شول

۳ تنه دبګرام له امريکايي زندان څخه راخوشي شول

په بگرام کي دامريکايي بنديخاني څخه دري تنه افغانان چي دري اودوه دوه کاله عمر يي دامريکايانو په بنديخانه کي تير کړى وو نن راخوشي شول اوخپلوکوروته يوړل شول .

په کابل کي دسولي اوملي پخلايني دخپلواک کمسيون داداري چارو مشر پوهنوال محمد اکرم وايي چي دري واړه کسان ددوي دکمسيون دهڅو له مخي راخوشي شوي دي .

دنوموړي دمعلوماتو له مخي دغه کسانو کي نوراحمد دهلمند ولايت اوسيدونکى چي دري کاله بند يي تيرکړي وو اودحاجي شاه محمود دننګرهار ولايت اوسيدونکي چي دوه کاله بنديخانه يي تيره کړي وه اودمسعود شاه چي دکنړ ولايت اوسيدونکي وو هغه هم دوه کاله بند موده تيره کړي وه  نن راخوشي شول .

دري واړه راخوشي شويو بنديانو خبريالاتوته دامريکايانوله ناوړه چلند څخه سرټکاوه او ويل يي چي دوي نه له القاعده دي اونه هم له طالبآنو سره کومه اړيکه لري ولي په غير قانوني توګه دبهرنيانو لخوانيول شوي وو .

نوراحمد ويل چي ده په هلمند کي په خپل پټي کي کروند ګر په توګه اوبه لګولي او دا شين سترګي دخپلو ټانګونو نه راکوز او خپل ټانګ ته يي په داسي حال کي پورته کړم چي يوه بدرنګه توره بوجۍ يي زما سرته واچوله .

نوموړي ويل چي نه پوهيږي چي څه ګناه به يي کړي وي چي دامريکايانو لخوا په داسي بنديخانه کي دري کاله بندي شو چي تراوسه يي کورنۍ نه دي خبر چي نوراحمد مړدي اوکه ژوند ي.

نوموړي له ولسمشر کرزي نه غوښتنه وکړه چي که  چيري دخپلو افغانانو پوښتنه ونه کړي کوم چي ددي شين سترګو په بنديخانوکي په غير قانوني توګه بند يان دي نوکيداي شي دملت ملاتړ يي لاسه ووځي .

نوموړي ويل چي تير ځل يي په ټاکنو کي ځکه کرزي ته رايه ورکړي وه چي کرزي ويلي وو چي امنيت بۀ ارولم اوافغانانوته بۀ دژوند ښه زمينه مساعده کوم خوده ويل چي تراوسه پوري دادي څه کم څلور کاله تيرشوي ولي امنيت لاخراب شوي اوستونزي لاډيري شوي دي .