کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / NY Times: طالبانو کندهار کښي د پښو نوی ځای موندلئ

NY Times: طالبانو کندهار کښي د پښو نوی ځای موندلئ

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي څخه
08/27/2008
د کارلوتا ګال ليکنه


کندهار، افغانستان  – د جون په مياشت  کي يوه شپه طالب بم ايښونکي په ډاډه زړه سره يو سپين ټانکر ددې ښار د محبس د دروازې سره نيژدې ودروی، ورسته د سيټه څخه راکښته سو او خندا يې وکړه. د محبس محافظينوپر بم ايښونکي موټروان په داسي حال کي ټکان وکړل چي ده ځغستل، مګر دوی دی خطاکړی او په عوض کي يې د محلي دکاندار، محمد داود زوي ور ووژلی، چاچي دا صحنه د سړک د هغه بلي غاړي څخه کتل.

څو ثانيې ورسته طالبانو پر ټانکر د راکيټ ټک وکړی او په دې سره يې يوه غټه چاودنه رامنځ ته کړه کومي چي د محبس محافظين ووژل، شاوخوا ودانی يې و نړولې او د محبس په ديواله کي يې دوغندي لو نخره جوړه کړه لکه يو لوی عمومي سړک. دلته د امريکا د مداخلي څخه شپږ کاله راهيسي په يوه تر ټولو غټه امنيتي اشتباه کي ٩٠٠ ته نيژدې بنديان و تښتېدل چي ٣٥٠ يې طالبان وه.

د جون د مياشتي پر ١٣ د محبس ماتېدل د طالبانو د پاره د پروپاګند يوه خارق العاده کودتاه وه، دا نه يوازي په دې خاطر چي دوی خپل انډيوالان آزاد کړل او خپل طاقت يې ښکاره کی، بلکي په دې سره يې د افغان حکومت، ده هغه د اردو او پوليسو، او په عين شکل د نړيوالو ځواکونو چي کوښښ کوي کندهار وساتي هغه تباه کونکې کمزوري هم رسوا کړل.

د محبس د ماتېدو راهيسي د افغانستان په دې جنوبي ښار کي امنيتي حالت نور هم خراب سوی دی. يو وخت دا دطالبانو غير رسمي پلازمېنه وه، ولي اوس، دا د راديکال اسلامي حرکت پر ضدد جګړې په لمړۍ کرښه اوښتی دی. د امريکا-ملاتړي افغان حکومت د کندهار ساتني د ناکامی څپې د هيواد په ټولو برخو کي خپرې سوې او د ناټو د قواو کارونه يې مشکل کړل، کومو چي دلته د ٢٠٠١ کال د تيري څخه تر اوس تر هر کال ډير تلفات ورکړي دي.

عبدالحليم چي د طالبانو سره جنګېدلی دی وويل ” موږ دلته سيسټم نلرو، او حکومت د حل لاره نه لري.” ده ددوی (طالبانو) د ځني غړو په بندي کولو کي هم کومک کړی دی، خو هغه اوس ټول ايله دي، اودی د مرګ د تهديد سره مخ دی، اوس په خپله باغچه کي ناست وي او کلاشنکوف يې د څنګ په چوکۍ کي ورته پروت وي. ده وويل په ښار کي  د نړيوالو ځواکونو د نه موجوديت په صورت کي به حالت تردې لا هم خراب وي. نوموړي وويل” که موږ دلته خارجيان ونلرو فکر نه کوم چي افغان ملي اردو او پوليس دي د خپلو قرارګاو څخه را ووزي.”

د حکومت څخه د ناکاميو د شکايتونو ترخې اذانګې په تول هيوادي کي اورېدل کېږي. يوه غربي ډيپلومات وويل د حامد کرزي پر حکومت د اعتماد رالوېدل تر دې حده جدي دي چي که طالبانو غوښتلای، دوی کولای سوای چي د کندهار ښار د محبس د ماتېدو په شپه ونيسي. ده وويل يوازنی علت چي دوي دا کار و نکړی دا وو چي دوی دا توقع  نه کول چي د حکومت او ناټو عکس العمل به دوغندي کمزوره وي.

په ريشتيا، د محلي چارواکو او نورو هغه خلګو سره چي د محبس دا برجسته ماتېدل او ترهغه وروسته حالت يې په خپلو سترګو ليدلی وو، په ګوته کوي، چي د طالبانو دپاره د هغه اوليه غټ هدف پر شاوخوا حکومتي اداره او امنيت د بدبختۍ تر سرحده بې کفايته وو.

د محبس نوي مشر، ډګروال عبدالله بوار وويل، په هغه شپه په محبس کي ١٠ تنه محافظين وه او تقريباً ١٦٠٠ تنه بنديان.پنځه تنه محافظين پر دروازه باندي په حمله کي ووژل سول چي د هغو څخه درې تنه يې يو د ډګروال بوار زوي، يو وراره او يو هم د محبس د يو بل مشر زوي وو، چي په دروازه کي د ټانکر د چاودلو سره مړه سول. ډګروال بوار وويل چي څلور تنه نور زخميان سول چي د يوه يې لاس پرې سوی وو او ١٧ دانې مرمۍ يې هم خوړلي وې.

ښاغلی حليم چي د مجاهدينو يو پخوانی قومندان دی په هغه شپه د خپل کوره راوتلی وو چي وويني څه پېښه ده. ده وويل کومک هغه وخت راورسېدی چي بنديان ټوله تللي وه، هغه پوليس چي د محبس غرب ته په څو سوه متره کي يې پوسته وه په بېره او وحشت کي وه او په تېښته يې شروع وکړل. دی وايي ما هغو ته وويل ” مه تښتۍ تاسي به محفوظ ياست.” لکه ده چي يې فکر کاوه وروسته طالبان د جنوب خواته په هغه کوڅو کي وتښتېدل چي د محبس پر مخامخ دي، او ځان ته يې د پوليسو سره د جګړې زحمت لا ورنه کی.

د پوليسو قومندان او دده قوتونه د محبس څخه د شرق خواته پر يوه چوک ولاړوه چي و ښار ته يې د داخيلېدو لاره نيولې وه، مګر دا هڅه يې هيڅکله ونکړه چي و محبس ته پر مخ ورسي، تر هغه وخته، چي هغه طالبان، چي شمېر يې تقريباً ٤٠ کسه وو دوخته تللي وه.

ښاغلی حليم وايي، ” ټولو چارواکو په غټو سترګو ورته کتل.” دی وايي که ٢٠ يا ٣٠ تنه پوليس د د څنګ د خوا څخه پر راغلي وای ددوی مخه يې نيولای سوای.”

اوس دی په دوام داره خطر کي ژوند کوي. دي وايې، ” زما رقم خلګو دپاره چي د حکومت سره يې مرسته کړې وي حالت ډير سخت دی.” ده زياته کړه، ” ماته تليفونونه را کول کېږي او راته وايې: ته لا ژوندی يې؟” حکومت هم ده ته خبر ورکړي دی چي طالب ياغيان دده د وژلو پلان لري ليکن دی بيا هم وايي چي دوی دوغندي قوي نه دي. ده وويل،” زه فکر نه کوم، دا حکومت دی چي کمزوره دی.”

ده د ملي اردو او ملي پوليسو دا دايمي شکايتونه رد کړل چي  وايي دوی کافي امکانات په لاس کي نلري چي د طالبانو سره په و جنګېږي، ده وويل اصلي مشکل د زعامت کمبود دی.ښاغلي حليم وويل، د محبس د ماتېدو په شپه د ولايت والي اسدالله خالد په امريکا کي وو او ښار يې په هغه شپه بې يوه قوي مشره پرايښی وو.

ده وويل ” حکومت امکانات، وسله او مهمات لري، مګر موږ شپانه نلرو.” د شنبې په ورځ د ملي اردو يو جنرال رحمت الله روفي د کندهار د والي په توګه مقرر سو، ددې تبديلۍ پلان د ډيره وخته نيول سوی وو. د محبس پخوانی مشر هم توقيف سوی دی، پر ده باندي تور دی چي د محبس په ماتېدلو کي يې لاس لرلی.

عبدالقدير نورزی په کندهار کي د بشري حقوقو د کمېسون مشر وايي، د طالبانو دا حمله د حکومت لويه ناکامي ښيي. دی وايي، ” خلګو درمخه هم پر حکومت باور نه درلودی، او دې پېښي ددوی بې باوري دوه چنده کړه.”

د محبس تر ماتېدو دستي وروسته ترسېدلو محلي اوسېدونکو خپل دوکانونه بندکړل، په ښار کي چوپتيا خپره وه خلګو و نور اخ و ډب ته ځانونه اماده کول او پر ښار يې د ممکنه حملې انتظار ايستی.

څو ورځي وروسته د کندهار ښار شمال ته دا ارغنداب په ولسوالي کي طالبان پر راښکاره کېدو سوه، او (د ارغنداب) کورنيو په وتلو شروع وکړه چي اخير يې حکومت په دې اړ ايستی چي  هلته د ملي اردو او پوليسو يو غټ قوت  واستوي ترڅو دا تهديد وځپي. دې عکس العمل وارخطايي يو څه کمه کړه، مګر ښار بيا هم نا ارامه دی ځکه چي تښتېدلو مجرمين او طالب اورپکي په ښار راګډ او د جرمونو په تعداد کي يې زيات شمېر  ډيروالی راوستی.

ګل محمد دکاندار چي د ٣٥ کالو دی او د محبس ماتېدل يې په سترګو ليدلي دي او د اول انفجار  زور غوزار کړي هم وو وايي،” موږ ته دا نه ده معلومه چي طالبان قوي دي که يا، دا مو صرف اورېدلي دي، مګر داسي يو حمله چي ووينو زړه ته مو لوېږي چي دوی ډير قوي دي.”

حاجي محمد موسی هوتک چي کابل ته نيژدې د وردګو ولايت څخه د پارلمان غړی دی خبرداری ورکوي چي د حکومت او خلګو تر منځ فاصله په خطرناک ترينه اندازه زياته سوې ده.

دا فاصله په دې اندازه زياته سوې ده چي دا حالت ده ته په ريشتيا د کمونست رژيم اخيري شپې ور يادوي، کم وخت چي د شوروي د ملاتړي ريئس جمهور نجيب الله حکومت د مجاهدينو تر شديدو حملو لاندي د چپه کېدو په حالت کي وو کومو چي ١٣ کاله د اسلام په نامه د کمونستي واکدارانو سره چي يو په بل پسي راتلل مقاومت کړی وو.

د طالبانو حملې، پر دلته پرتو نړيوالو ځواکونو باندي هم اعتماد لړزانده کړی دی او هم يې په کندهار کي د کاناډايي عسکرو هغه د کم پرسونلۍ مشکل حالت رسوا کړی دی، دوی ( کاناډايي څواکونو) په تېرو دونيمو کالو کي ٩٠ تنه عسکر په دې ولايت کي د طالبانو د زهرجن بغاوت د قابو کولو په کوښښ کي د لاسه ورکړي دي.

په جنوري کي يوه آزاد راپور چي د هغه هيئت د خوا څخه جوړ سوی وو د کم چي ( جان مانلي) د کاناډا د بهرنيو چارو پخواني وزير  مشري کول داسپارښت کړی وو چي کاناډايي ځواکونه دي په کندهار کي په دې صورت کي خپلي وظيفې ته دوام ورکړي چي دوی ته ١٠٠٠ تنه نور عسکر، ضروري هليکفترونه او د کشف بې پېلوټه الوتکي ورکول سي.

د محبس د ماتېدو په شپه  کاناډايي ځواکونه چي په ښار کي د ناټو په مشري د ايساف نړيوالو ځواکونو يوه برخه جوړوي څو ځايه د سړک د غاړي بمونو مصروفه کړي وه، داسي معلومېږي چي دا حملې په منظم ډول د يو پلان د مخي ترتيب سوي وې تر څو د امنيتي ځواکونو پام ددې حملې څخه واړوي.

( جو مک الستر ) د کاناډايي پوليسو يو سر مامور چي د هغه اته نفري ګروپ مشري په غاړه لري چي وظيفه يې په کندهار کي د پوليسو روزنه او مشاورت دی وايې، دوه بمه د محبس د حملې  څخه صرف نيم ساعت د مخه و چاودل، او دوه نور په داسي ځايو کي ځای پرځای سوي وه چي هغو و محبس ته د کومک لاره ډب کړې وه.

سرمامور ( مک الستر ) په هغه شپه د کاناډايي ځواکونو او پوليسو و محبس ته د ورو رسېدو څخه دفاع وکړه ، نوموړي وويل، په تلوار داخلېدلو او خوږېدلو به نور مشکلات هم پيدا کړي وای. ده وويل ” د پوليسو حفاظت دخلګو/ عامه حفاظت دی.”

مګر ده يو روښانه غفلت ومنلی چي هغه پخپله د محبس پر شاوخوا امنيت وو. ده وويل ” زه به داسي توصيه وکم چي دا ( امنيت) هغسي قوي نه وو لکه څنګه چي بايد وای. نوموړي وويل د کاناډا اصلاحي سرويس د محبس پر شاوخوا د امنيت د ښه کولو او تعليمي برخه کي مرسته کړې ده مګر بيا هم د محبس د دروازې سره د انفجار ضد ديوالونه نه وه چي هغه بم ايښونکی ددې څخه را وګرځوي چي د تيلو ټانکر د دروازې سره ودروي.

ښاغلي داود دکاندار وويل، دغه ناکامي و خلګو ته دا سوال پيدال کوي چي خارجي ځواکونه په افغانستان کي څه کوي. ده وويل “کاناډايان دلته سته مګر موضوعات تر بد بدتر کېږي.” د متحده ايالاتو خاص ځواکونه چي د کندهار ښار په جنوب کي قرارګاه لري د محبس تر ماتېدو وروسته د فوټبال ميدان د څه وخت د پاره ونيوی تر څو د طالبانو د هغه پلان مخنيوی وکړي چي آوازه وه غواړي پر  ښار باندي د جنوب څخه حمله وکړي.

اوس پوليس تر يوه نوي مشرتابه لاندي د شپې د خوا څخه جدي ګزمې شروع کړي دي تر څو د جرمونود هغه څپو مخنيوی وکړي چي دهغه مجرمينو د خواتر سره کېږي چي بيا و کوڅو ته راغلي دي. سرمامور (مک الستر) وايې ” اوس بايد پوليس يو څو عمر ټينګ کار وکړي.”