کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / غزني د اسلامي تمدن پلازمینه

غزني د اسلامي تمدن پلازمینه

کله کله انسانان د خپل ژوند په بهیر کې له عجیبو او غریبو پیښو سره مخ کیږي که له یوې خوا پرې د مختلفو عواملو له کبله د خپګان او پریشانۍ  عوامل راځي نو له بلې خوا ورته د نیکمرغیو ښاپیرۍ د پرمختګ او خوښۍ په کاروان کې خپل ښایست د نندارې په ډګر کې ږدي.


افغانستان او د هغه ویاړلي، سوله خوښوونکي او ریښتني بچیان د تاریخ په دې مهم پړاو کې له همداسې یوه برخلیک سره مخ دي چې د ژوند د مختلفو ناخوالو، ګواښونو، او تهدیدونو تر څنګ یې په ناڅاپي توګه یو شمیر داسې خوښۍ په نصیب کیږي چې سړی ورته حیران شي او د هغو هیلو روښانه تصویر د سړي ذهن ته نیغ په نیغه دروي چې دغه ویاړلی ملت به هرو مرو د خپلو آرمانونو غوټې راسپړي، یوه هر اړخیزه سوله به تر لاس را نیسي، د افغانستان غرونو او رغونو ته به یې عملي آواز رسوي او خپل هیواد به پرې سمسور کوي. په دې لړ کې باید وویل شي چې د افغانستان خلک په دې وروستیو کې د یو لړ نړیوالو بریاوو سره مخ کیږي چې لومړۍ یې د روان ۱۳۸۶ د لړم د میاشتې په ۱۱ نیټه د کویټ په هیواد کې  د لسو آسیايي هیوادونو د کرکټ په  سیالیو کې د افغانستان اتلولي ده. دوهمه یې د روان کال د لیندۍ د میاشتې د ۲ نیټې د اسیسکو په غونډې کې هغه فیصله ده چې په ۲۰۱۳ میلادي یا ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې به غزني د اسلامي تمدن پلازمینه وي زموږ د هیواد د لویو بریاوو څخه یې شمیرلی شو.


په دې هکله د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه خبرتیا خپره کړې چې متن یې په لاندې ډول دی:


( د اسلامي هیوادونو د علمي او فرهنګي سازمان اسیسکو د فرهنګ د وزیرانو په شپږم کنفرانس کې چې په لیبیا کې جوړ شوی تصمیم و نیول شو چې د غزني ښار په ۲۰۱۳ کال کې د آسیايي ښارونو له ډلې د اسلامي فرهنګ د پایتخت په صفت و پیژندل شي.


د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالکریم خرم چې د اسیسکو په شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه په لیبیا کې دی د اسیسکو له غړیو هیوادونو څخه یې د دوی د دغه تصمیم له کبله مننه وکړه او ویې ویل: چې غزني د اسلامي فرهنګ په وده کې د پام وړ ځای لري او حق لري چې د اسلامي فرهنګ پایتخت و ګڼل شي. نوموړي وویل: چې دا افتخار یواځې د افغانانو نه بلکي د ټول اسلامي جهان په برخه دی)


د افغانستان د کلتوري یون هر لاروی دغه بریا په شاندارو مراسمو نمانځي چې په نړیواله سطح یې د هیواد په برخه شوې او د دې ولس فرد فرد ته له دې امله مبارکي وايي.


یاده دې وي چې په دې لړ کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي عبدالکریم خرم  هغه هڅې د زیات تقدیر وړ دي چې اسلامي هیوادونو د علمي او فرهنګي سازمان (اسیسکو) غړي هیوادونه یې په دې قانع کړه څو غزنی په ۲۰۱۳ میلادي او ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه و مني.


افغان ولس خو په معنوي توګه او د خپلو خواخوږو مشرانو د هڅو په وسیله دغه بریا لاس ته راوړه خو د دې لپاره څه کول په کار دي چې موږ د خپل ټاټوبي دغه ویاړلی مرکز په ریښتنې پلازمینه بدل کړو؟


ضروري ده چې د غزني لرغونی تاریخ د هیواد د ویاړونو په پاڼو کې داسې را وسپړل شي چې نړیواله بڼه ولري او داسې کار ورته وشي چې په نړیواله کچه یې د معرفي ټول بنسټونه له ځان سره درلودلي وي نو د دې لپاره یوې داسې هراړخیزې سولې ته اړتیا ده چې د دې هیواد هر بچی په پوره ډاډ او اطمینان سره ژوند وکړي او د دې هیواد څیړونکي د امن په یوه روښانه فضا کې خپلو کلتوري هڅو ته مټې را ونغاړي.


همدارنګه په کار دي چې د غزني او د هیواد د نوور ښارونو آبادۍ ته داسې ملاوې و تړو چې د ژوند د ښایستونو ټول رنګونه پرې میلمانه شي، له ښارونو څخه د چټلیو امبارونه و باسو او هغه ته یوه معقوله حل لاره پیدا کړو ځکه همدا انسانان دي چې خپل ژوند هم سپیڅلی او هم چټل کولای شي. همدغه انسانان دي چې د ژوند د سمون لپاره داسې یوه عملي تګلاره جوړوي چې د هغه پر بنسټ یې ښارونه د ناوې په شان ښکلا مومي او خلک یې د ژوند په یوه منظم چوکاټ کې د پرمختګ له کاروان سره درومي.


لازمه ده چې د خپلو ښارونو سړکونه پاخه او بیا یې د پاک ساتلو هڅې هر افغان د ځان دنده وبولي، چټلې پکې و نه غورځو، معیاري ودانۍ پکې جوړې کړو، د ښار بڼه د خپل کور په شان سپیڅلې و ساتو، تاریخي آبدات یې د یوه فرهنګي میراث په توګه له هر ډول خطر څخه خوندي کړو او له خپلو زیربناوو سره د زړه سوي په بنسټ چلند وکړو نو هله موږ کولای شو چې خپل غزني په ریښتنې مانا د اسلامي تمدن پلازمینه وګرزو. همدارنګه خپلو ښارونو ته معیاري ښکلا په برخه کړو. موږ د دې سترې بریا تر څنګ د یوه ستر ملي مسوولیت او داسې یوې داسې نړیوالې سیالۍ سره هم مخ شوو چې یوازې ورته بنسټونه او په دې لاره کې مثبتې کړنې کولای شي هغه ته سم ځواب ووایي تاسو خوښمن یاست چې آیا له خپل غزني څخه د اسلامي تمدن ریښتنې پلازمینه جوړوي او که به دغه لوی بری هسې تش په نوم پاتې وي؟ خدای دې موږ ته توفیق په برخه کړي څو له خپلو ښارونو څخه د مادي، معنوي، کلتوري، سوداګریزو او هراخیزو ښکلاوو پلازمینې جوړې کړو.


یو ځل بیا هم د دغه لوی بري له کبله تاسو ټولو ته مبارکي وایم.