کور / سياسي / پارک سینما او د افغانستان د فرهنګي سیاست مسئله

پارک سینما او د افغانستان د فرهنګي سیاست مسئله

د ولسمشر د لومړي مرستیال لخوا د پارک سینما د ودانۍ د نړولو خبر ما ته یوه بله په زړه پورې بېلګه را پر زړه کړه، چې ممکن د موضوع په روښانتیا کې مرسته وکړي. د استانبول د ښار په زړه « تقسیم میدان» کې د اتاترک د فرهنګي مرکز ودانۍ په ۱۹۶۹م میلادي کال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ددې مرکز د تاسیس ډبره اصلاً په ۱۹۴۶م کال کې کېښودل شوه، خو د بودجې نشتوالي له امله بلاخره ۲۳ کاله وروسته جوړ شو. په دې مرکز کې د تیاتر، سینما، ګانګرس، کنسرت، اوپېرا او بالې په ګډون د ګڼو فرهنګي مراسمو او څېړنو لپاره تالارونه جوړ شوي‌ وو. دا فرهنګي مرکز په ۲۰۱۸م کال کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مستقیم امر د شدیدو مخالفتونو سره سره ونړول شو او اوس یې پر ځای د مرکز لپاره بله ودانۍ جوړېږي.

د اتاترک د فرهنګي مرکز ودانۍ د ترکیې د جمهوریت سمبولیکه بېلګه وه. د تقسیم په میدان کې دا ودانۍ د ترکیې د ټوټالیټرو او دیکتاتوري رژیمونو پر وړاندې د مقاومت او عصیان اصلي مرکز بلل کېدلو. په ۲۰۱۳ کې د ګېزې پارک د تظاهراتو مرکز هم همدا میدان و، چې د ترکیې پر سیاست یې ژوره اغېزه وکړه. اردوغان د ودانۍ تر نړول کېدلو وروسته وویل چې « دوی د مرکز په مخالفت کې ډېرې چیغې ووهلې. چیغې ووهئ! چې زړونه مو هم وچاودېږي، موږ ونړوله!» د اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند د ترکیې د ایډیولوژیک بدلون لپاره ځانګړې برنامه لري. ددې برنامه له مخې د اتاترک په لاس د جوړ شوي جمهوریت نږدې ټول بنسټونه یې بدل کړل.

معماري او د اتاترک د فرهنګي مرکز د ودانۍ په څېر فزیکي بنسټونه هم د اردوغان د ګوند د ایډیولوژۍ له مخې بیا له سره ډیزانېږي. په دې اساس په فرهنګي او هویتي مطالعاتو کې یوه ودانۍ یوازې د خاورو او خښتو نه جوړېږي. دا په عین حال کې له ځانه سره د فرهنګي هویت هغه معنوي ارزښتونه هم لېږدوي، چې د هېوادونو پر سیاسي راتلونکې باندې اغېز لرلای شي. ځکه خو اردوغان په ډېر افتخار سره د اتاترک د فرهنګي مرکز د ودانۍ د نړولو پلان عملي کړ. نوې ودانۍ چې جوړېږي نو هغه به د ترکیې د جمهوریت د ارزښتونو استازیتوب نه کوي. دا به د هغې ترکیې د فرهنګي هویت معنوي ارزښتونه پالي چې اردوغان او ګوند یې ورته ټاکي.

د پارک سینما د پارک د سینما ودانۍ څه باندې ۶۰ کاله وړاندې جوړه شوې وه، چې په حقیقت کې د ۶۰ – ۷۰ کاله وړاندې د کابل او په ټوله کې د افغانستان د فزیکي سمبولونه یوه په زړه پورې بېلګه وه او نن ورانه شوه. په‌دې ډول د پارک سینما د ودانۍ د خاورو او خښتو سره یو هغه سمبول هم د تل لپاره له منځه لاړ، چې کابل پرې پېژندل کېدلو. ددې سره د کابلیانو تړلې خاطرات هم له منځه لاړل. ځکه خو مسئله یوازې د ودانۍ مسئله نه ده.

د سینما تخریب په حقیقت کې د فرهنګ او هویت په اړه د افغانستان د دولت د سیاستونو، ستراتېژیو او پالېسیو په محور کې د فاجعې هغه عمق ته اشاره کوي، چې موږ ورسره مخامخ یو. په دې اړه لاندې موارد د تأمل وړ دي:

۱ – د پارک د سینما د ودانۍ ورانول په استانبول کې د اتاترک د فرهنګي مرکز د ودانۍ د ورانولو سره د زماني او مکاني پلوه د مقایسې وړ نه دی، خو دواړه موضوعات د ماهیت له مخې یو بل سره ورته والی لري. که چېرې د افغان دولت د ایډیولوژیکې برنامې احتمال مطرح کېږي او په برنامه کې د پارک د سینما په څېر د کابل د فرهنګي هویت د سمبولونو ورانول شامل وي؛ په خپل ذات کې فاجعه ده. لږ تر لږه ولسمشر غني چې د دولت په رأس کې دی دا ډول ایډیولوژي نه لري. که چېرې لومړي مرستیال امر الله صالح د خپل ایډیولوژیکې مخینې په محور کې دا پرېکړه کړې وي او کابل ښاروال داوود سلطانزوی چې هغه هم ځان مجاهد بولي، عملي کړې وي دا د فاجعې بل اړخ دی، چې د ولسمشر تر ږېرې لاندې یې مرستیال خپله ایډیولوژیکي برنامه مخکې وړي. که چېرې دا ټول پلان یوازې او یوازې د ایډیولوژۍ د نشتوالي او خودسرانه پرېکړې له مخې عملي شوی وي، په اوږدمهاله کې د هېواد د فرهنګ د مسخې په موخه تر ټولو خطرناکې پایلې لرلای شي.

۲ – د پارک د سینما د تخریب په اړه د سهار په شپږ نیمو بجو د لومړي معاون او د اکثریت نظامیانو په ګډون یوې امنیتي غونډه کې پرېکړه کېږي او یوه اوونۍ وروسته ورانېږي. ښاغلی صالح چې نظامي او استخباراتي مخینه لري؛ دا توقع کې ترې نه کېږي چې د کابل په څېر د نږدې ۲۴۰ کلنې پلازمېنې د فرهنګي هویت د سمبولونو پر اهمیت دې پوه شي. اصلي مسئولیت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت رهبرۍ او د ولسمشر فرهنګي سلاکارانو ته راجع کېږي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې ونشو کولای، لږ تر لږه د تاریخي او فرهنګي مکانانو د تفکیک په موخه دې یو څو کرښې پالېسي تدوین کړي. که چېرې په دې برخه کې تقنیني اسناد وای نو لومړي معاون او نظامیانو یې په کوم صلاحیت د پارک سینما ودانۍ ورانوله؟

۳ – د پارک سینما د ودانۍ ویجاړول په هېواد کې د فرهنګي مطالعاتو د ډسپلین او پدې برخه کې د عامه پوهاوي په نشتوالي‌ دلالت کوي. همدا اوس د ولسمشر په دفتر کې لږ تر لږه پینځه فرهنګي ارشد سلاکاران دنده اجرا کوي، چې تر اوسه پورې یې د مشاعرو او غونډو پرته بل هېڅ داسې فعالیت نه دی کړی، چې د هېواد فرهنګي سیاست راتلونکې ته لوری ورکړي. درې تنه پښتانه سلاکاران اسد الله غضنفر، لال پاچا آزمون او زرین انځور چې هر یو یې په خپل ډګر کې ځانګړی نوم او شهرت لري، د ودانۍ د تخریب په اړه د ویلو لپاره څه نه لري. سمېع حامد او شاه حسین مرتضوي هر یو ځانله جلا دنیا لري. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې د فرهنګي سیاست د مدیریت متصدي ارګان دی د اعلامیې د خپرولو پرته هېڅ ډول ابتکار عمل نه لري. د فرهنګ د عالي شورا د جوړېدلو له فرمانه تر یو کال ډېر وخت تېرېږي، خو لا تر اوسه یې د غړیتوب پر میکانیزم باندې تصمیم نه دی نیول شوی. اوس که چېرې د دولت د فرهنګي سیاستونو اصلي سټې د پارک سینما ته برنامه نه لري، نو د ښاغلي صالح د ټیم د فلمي اکټونو مخه یوازې صحرا کریمي او څو فېسبوکي فعالان نه‌شي نیولی.

۴ – د کابل ښاروالۍ چې د سینما ملکیت ورسره دی، ټینګار کوي، چې دلته به فرهنګي مرکز جوړېږي. حتا د احتمالي‌ ودانۍ د ډیزاین ځينې مجازي عکسونه یې هم خپاره کړي، چې ګویا دلته به داسې مرکز جوړېږي. څرنګه امکان لري، د یو سټندرد فرهنګي مرکز د جوړولو لپاره دې د ودانۍ طرحه ډیزاین شي؟ ددې بودجه څومره ده؟ څوک یې جوړوي؟ او بلاخره دا ټول تصامیم څه ډول نیول شوي دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د فاجعې بل اړخ په ډاګه کوي. د عامه او خصوصي مشارکت د قانون پر اساس خصوصي سکټور ته ددې ځمکې تخصیصول ځانګړې پروسه لري. اوس معلومه نه ده، چې له چا سره پرې معامله شوې ده.

د یو تاریخي نوټ په توګه غواړم ووایم چې د کابل ښاروال پاپولیستي شخصیت او اوسنیو شرایطو ته په کتلو سره لومړی خو فرهنګي مرکز نه جوړېږي او که جوړ هم شي، نو د برګر، قهوې او پیزا فروشۍ د دوکانونو پرته به بل هېڅ فعالیت و نه لري. ښه مې په یاد دي چې ولسمشر غني تر ټاکنو وړاندې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي و، په راتلونکې دوره کې به فرهنګ ته د لویو لارو د جوړولو هومره بودجه جلا کوي. د پارک د سینما د ودانۍ له تخریب څخه ښکاري چې ولسمشر او دولت یې څومره فرهنګي سیاستونو ته ژمن دی.

ایمل جلال