کور / تازه خبرونه / تکړه خبریال محمد الیاس داعي نن سهار په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

تکړه خبریال محمد الیاس داعي نن سهار په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د ازادۍ راډیو خبریال، لیکوال او شاعر الیاس داعي نن سهار د هلمند په مرکز لښکرګاه کي دده پر موټر د مښلول سوي بم په چاودنه کي شهید سو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، په پېښه کې د داعي ورور ټپي شوی دی.

ښاغلی ځواک زیاتوي: “په ډېره خواشینۍ سره یادونه کوو چې نن سهار د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي پر موټر چسپکي ماین انفجار کړی دی، په ترڅ کې نوموړی شهید شوی، یو ورور یې هم ټپي شوی دی. په سیمه کې دوه ملکیان چې یو یې ماشوم او یو غټ دی، ټپیان شوي دي.”

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ادارو د الیاس داعي وژنه غندلې او دا یې پر رسنیو حمله بللې ده.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظورپښتین په ګډون په ګڼ شمېر سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د الیاس داعي پروژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده او له حکومت څخه یې د عدالت پلي کېدو او انصاف غوښتنه کړې ده.

https://twitter.com/manzoorpashteen/status/1326875180438679559?s=21

د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم دغه پېښه غندلې.

ښاغلی صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي “په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي ترور غندو. الیاس داعي نن سهار په موټر کې یې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې شهید شو. د داعي کورنۍ او د افغانستان رسنیزې ټولنې ته د تسلیت ترڅنګ، له شک پرته، د داعي ترور د بیان ازادۍ او افغانستان کې د رسنیو د دښمنانو کار دی.”

د الیاس داعي د وژل کیدو په احتجاج کي نن یوشمېر خبریالانو او د رسنیو اړوندانو له حکومته د هغه د قاتلینو موندنه وغوښته.

ازادي راډیو