کور / خبرتیا او پيغامونه / په هالنډ کي د استاد بارګامي دفاتحې خبرتیا او قران کريم ختم

په هالنډ کي د استاد بارګامي دفاتحې خبرتیا او قران کريم ختم

بسم الله الرحمن الرحیم

سنباد عمران بارګامی، حامد بارګامی، انجنیر سهراب بارګامی او مرحوم خالد بارګامی زامن.

حضرت ولي پیوند او مرحوم محمد ابراهیم (تورا) ورونه.

آزاد ولي بارګامی، فولاد بارګامی، حاجي آلماس بارګامی او هجرت الله بارګامی وریرونه.

شینواری او حرمت الله پیوند خورییونه.

د کابل پوهنتون د ساینسي علومو پخوانی استاد عصمت الله بارګامی ، ډګروال الحاج ولي محمد او اتریش میشت انجنیر صالح محمد پیوند د کاکا زامن او د میرمنې ورونه.

فدا محمد صافی، شاه حسین حسنزی، نجات مومند او محمد شعیب بارګامی زومان

المان میشت ډاکټر ګران صافی لمسی.

نصروالله رسولي، حبیب رسول رسولي، یما باباخیل، حریت بابا خیل، فرید الله سالارزی، ډاکټر تړون جليلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د هالنډ څانګې مشر عبدالله احسان، د هيلي تلويزيون مشر خوشال انځور، انجنير خیبر ګاونډي، ادريس خليل،ډاکټر عرفان نور، طارق علم، انجنير بسم الله، بريالي وزيري او صاحبزاده خپلواک وطنيار خپلوان او دوستان.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پخوانی آمر او استاد حضرت ګل بارګامي د رحلت له کبله چې جنازه یې پخوا پخپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شویده ، ټولو درنو دوستانو او خپلوانو ته خبر ورکول کیږي چې د راتلونکې جمعې په ورځ د دوه بجو څخه تر پنځه بجو پورې یې فاتحه د هالنډ د ارنحیم ښار د افغانانو په جومات کې اخیستل کیږي.

د ښځو فاتحه د همدې جومات په بله برخه ګې چې ښځوته ځانګړې ده په همدې وخت اخیستل کیږي.

پته، نيټه او اړيکې:

20-11-2020 د جمعې په ورځ د 14.00 څخه تر 17.00

Dovenetellaan 69

6841 EB Arnhem

Nederland

سنبادعمران بارګامی 0640489852

نجات مومند 0687304567

د ښځو لپاره د اړيکو شميره :

حديبيېا بارګامۍ. 0687544843

ټول دوستان او خپلوان دې خبر وي!

ځانګړي تدابیر(COVID-19)

۱ ـ که تاسو کومه روغتیایي ستونزه لرﺉ کولی شۍ چې رانشۍ(مونږ نه خپه کیږو).

۲ – په جومات کې په یو ځل یوازې دیرش تنه دعا ته داخلیدلی شي، په دې خاطر په درنښت هیله کوو چې د لمړۍ ډلې د راوتلو پورې پخپلو موټرو کې لږ ساعت تم شۍ مخکې له مخکې د زحمت بښنه غواړو.

۳- د روغتیا، نظافت او پاکوالي د پاره ماسک او نور اړین توکي شتون لري.

۴- تاسو ته د حالاتو په پام کې نیولو سره (چې د ګڼې ګوڼې جوړول منع دي) په ډیرې بښنې سره د ډوډۍ پاکټ په لاس در کول کیږي.

ستاسو د همغږۍ څخه يوه نړۍ مننه