کور / شعر / یه درمانګره صدقه دې شم درمان اوسه

یه درمانګره صدقه دې شم درمان اوسه

دا غزل د ازاد افغانستان ښاغلي نبی الله سفر له طرفه مشر منظور پښتين ته ډالۍ –

چې را روان یې نو چې تم نه شې روان اوسه
ګلونه تږي دي نری نری باران اوسه
کړۍ د دار، له منصوري مریو و غورځوه
په غاړو غاړو کې دانې دانې مرجان اوسه
هله را پاڅه چې د مینې د لمانځه موسم دی
ټپه ټپه د ملالۍ اوسه اذان اوسه
جهل بوجهل دی د وړانګو په نیزه یې وهه
په زړه مومنه جار د لرو بر افغان اوسه
په ګوتو درغله جانانه شاه کیلي د نجات
نو پرانیستونکی د کولپونو د دوکان اوسه
زخمونه چیغې در وهي درته دردونه کتار

یه درمانګره صدقه دې شم درمان اوسه

د دې وطن غرونه رغونه پرښې پرښې زخمي
په کې ګل ګل د زخم زخم د ګلدان اوسه
غرونه غونډۍ دې د افغان وطن سلام ته ولاړ
بس را روان اوسه باران اوسه جانان اوسه
کاروان د امن او د مینې په نغمو واړوه
د سندرمارو بلبلانو ترجمان اوسه

۲۵ عقرب ۱۳۹۹ هجري شمسی خوست توره وړۍ Nabiullah Safar

#PashtunLongMarch2MiranShah