کور / سياسي / له افغانستان څخه متحده ایالاتو د وتلو احتمال، د یاغي طالبانو بیا راپورته کېدل او د پاکستان منحوس رضایت

له افغانستان څخه متحده ایالاتو د وتلو احتمال، د یاغي طالبانو بیا راپورته کېدل او د پاکستان منحوس رضایت

په افغانستان کې د روان شل کلن بحران څخه زموږ نه ختمیدونکيفلمي نندارې په دوام او له هېواد څخه د امریکایی ځواکونو وتل د طالبانو لنډغر حکومت ته لاره جوړول دي. بله خوا په افغانستان کې د پاکستان نفوذ د بیا راپورته کېدلو پوښتنه هم راپورته کوي. په دغه لیکنه کې یادو موضوعاتو ته د جیو پولټیک له اړخه ګورو.

د دغه نندارې د پای تمثیل د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په نیمایي کېد رسنیو پر مخ د طالبانو او امریکایي استازو یو بل په غیږ کېنیولو سره پیل او په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرېاترې “تاریخي” وبلل سوې. تعجب وړ خبره خو دا وه چې طالبان یې په دې هدف تر یوې میاشې وروسته د ۲۰۰۰ کیلومټره په لرې واټن د جګړې له ډګر څخه راوستل شول، ترڅو د افغان حکومت او طالبانو یاغي استازي د سولې خبرو په هدف یو بل ته مخامخ په میز سره کیني.

که د امریکا لپاره دا ویاړ هم نه وي، نو څه دي چې د نه منلو وړدښمنانو تر مینځ د خبرو اترو پروسه پیلیږي ځکه د افغانستان د سولې خبرې اترې له ډیره وخته د یوه ګډوډ مخالفتونو په منطق کېراګیر پاتې وي. جنګ څه راکړل؟ یوازې د یوې بېلګې په توکه د دوه لسیزو له پاره د دواړو لورو (طالب + حکومت) په پرتله چې د پام وړکلتوري او سیاسي تشې له مخې کابل له کندهار څخه بیلوي او د وسله والو یاغیانو اصلي سیمه ایز مرکز په نوم بدلیږي، د یادولایت مرکز (د هیواد سویل) چې د نفوس له مخې دوهم ملي ښاربلل کیږي د زون په کچه د یاغیانو اصلي مرکز بدل سوی دی. پاکستان د افغانستان د بېلابېلو سیمو څخه د مجاهدینو تر روزلو وروسته هغه چې غوښتل تر لاسه یې کړل، ولې د ټولو روزل سویو مشرانو اختلافي نظریاتو سره سره ټولو سیمو ته یوه وخت کې رسیدګي نسوای کولای ځکه نو د طالبانو د راتک سره یې کندهار ورته مشخص کړ او نیږدې وه چې په رسمی ډول سره پایتخت ورته را انتقال کړي. سربیره پردې د طالب یاغیانو استازي د افغانستان حکومت ته هیڅ مشروع حکومت په توګه نه ګوري، نه هم یاد حکومت مني، چې په ولسواکه توګه ټاکل شوی دی او نه هم په کار کې د اساسي قانون چوکاټ ته ژمن دي.

هلمند به بیلګه وګڼو او د نږدې ورځو حالت به یې وڅېړو!

د ۲۰۲۰ د اکتوبر په ۱۱مه د دوحې او د سولې خبرو اترو له اصولو څخه لرې طالب یاغیانو د هېواد په سویل کې د هلمند مرکز لښکرګاه د تقریباً (۱۹۰۰۰۰) عامو اوسیدونکو افغان کورنیو پر وړاندې برید پیل کړ. د ښار لسو مهو بېلابېلو نقاطو ته د ورننوتلو او پولیسو د پوستو تر نیولو وروسته په وحشت او جنایتونو لاس پورې کړ، دا صحنه څلور کاله دمخه هم د ۲۰۱۶ کال اکتوبر په میاشت کې د ورته ډلې د جهادي نفوذ ساحه وه.

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ مه نیټه د قطر د هوکړې او بې باوري سربیره د امریکا د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ پریکړهکې د جنرال میلر چې د متحده ایالاتو او ناتو ځواکونو قوماندان خپله غصه څرګنده کړه او خپلو ځواکونو ته يې امر وکړ چې په هدفي بریدونو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د سپینې ماڼې له خوا د ګډوډ اعلاناتو وروسته په لښکرګاه بریدرامینځته کیږي، کله چې یې په ډاکه وړاندیز وکړ چې د امریکاييسرتیرو وتل دې د ۲۰۲۰ کال د فیبروري د مهال ویش په نسبتګړندی کړل سي ورسره همهاله د بهرنیو چارو وزیر یې وویل، چې د ۲۰۲۱ کال د پسرلي پر ځاي باید په دریو لنډو اونیو کې د “کرسمس له پاره سرتیري خپلو کورنو ته راستانه شي. دا یو بېځایه پلان وو، کوم چې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لویدرستیز، جنرال میلر به هم د تغیرولو کوم صلاحیت ونه درلود. د امریکا متحده ایالات په قانوني ډول سره مکلفیت لري چې په دغه جګړه کې د دوی برخه اخیستنه په مسؤلانه ډول ترسره کړي. ولې برعکس طالبان د هلمند په شمال کې د خصوصاً د موسی قلعه په ولسوالي کې په پراخه کچه تر واک لاندې سیمه لري ځکه نو د تاریخي پلوه د هلمند ولایت طالبانو ته خورا ډیر ارزښت لري او دخبرو په منځ کې د زور ښودلو لپاره یې یوازینی انتخاب پر هلمند حمله وه ځکه جنګي اکمالات اسانه او ژر کېدل او د یوې سیمې بلې ته د تیښتي لاره ور معلومه وه خو په حقیقت کې د افغانستان د حکومت، نړۍ پام يې ځانته را اړولی او د جنګ په میدان کې ځان قوي وښیي.

د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه د ۲۰ ولایتونه چې اکثره یې د ډیورنډ پر کرښه پراته پښتون مېشت ولایتونه دي، دا هېواد د څلورولسیزو د ناکراریو له امله زیانمن سوی دی، د روان تاوتریخوالي، جوړ وحشت او راوړل سوې نیابتي جګړه هغه فلم دی چې د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو لخوا پیل سوی دی ، فعلاً جریان لري او اوس د سرتېرو د ایستلو صحنې ته رسیدلي دي. افغان سیاستوال او د امریکې سیاسیون پوهیږي چې کومه لوبه روانه ده. دا د ټاپ حکومتوالي په راس کې هر څه روښانه ښکاري. بل پلو د افغانستان منظم ځواکونه (اردو، پولیس او استخبارات) له متحده ایالاتو او ناټو څخه د بهرنیو ځواکونو د بار بار وتلو او پلان سوي مهال ویشونو څخه ستړي سوي، که حقیقت ووایو تر یوې کچې بې ثباتي سوېدي، ځکه چې بالاخره د دوی له پرله پسې دښمن سره د سیاسي، نظامي او جوړښت امکان لري.

نني ځورول یا جنګونو ته هڅول له بده مرغه یو ناڅاپي پلان نه دی،دا کړکېچ د تیرو څلویښتو کالو نه مخکې سرچینه لري، دا بیا بل عذاب سو چې د وینو تویونکی (پاکستان) د افغانستان پر ۳۶ملیونو مظلومو افغانانو ښه پوره اغیزه لري، افغانان په جنګ کېمستقیم ښکېل نه دي، ولې د جنګ مستقیم قربانیان دي.

دا پورته قضیې حل د اسلام آباد (پاکستان) سره دی چې د افغانپلازمینې کابل څخه ۵۰۰ کیلومتره وړاندې لیريوالي لري. بدبختانهپاکستان د افغانستان سره ۲۶۷۰ کیلو مټره د ډیورنډ تپل سويګډه کرښه هم لري، دا کرښه د لوی پښتونټان) قام سره ویشياو یو ګډ مذهب (اسلام) او ژبني ټاټوبي د خپل لویې او اصلي برخې چې د اوسني افغانستان اسلامي جمهوریت دی سره بیلوي.پښتونخوا د امپراتوریو د دې لوی قبرستان او د موجوده غمیزې یوه مهمه برخه ده.

د افغانستان د اسلامي امارت ۱۹۹۶۲۰۰۱ تر ټولو سختې او ترخې پنځه کلنې دوري په جریان کې، پاکستان د هیوادونو په لیست کې یوازې یو له دریو هیوادونو څخه و (د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره) د طالبانو حکومت یې په رسمیتوپیژند. … د ۲۰۰۱ کال د سیپتمبر د پیښې دې فاسد رژیم د سقوط په پایله کې، دا په ځانګړي توګه د پاکستان بلوچستان … او د دې سیمه ایز مرکز پلازمینه کویټې ته د طالبانو ریاست د پناه اخیستو لپاره ولاړل، چې دغه تړون سره پاکستان او طالبان دواړه موافق و. د کوربه هېواد ترټولو لوړ پوړي چارواکي او داستخباراتي ای ایس ای د خدماتو څخه ۲۴ ساعته برخمن او تر څار لانې وه. نږدې دوه لسیزې کیږي د کوټې شورا چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه ته یو ډول لوړ مقام معلومیږي په پریمانه ډولد پاکستاني استخباراتو د ملاتړ څخه برخمن مرکز دی او د افغانستان په کچه د نیم افغانستان ته د وسله الو د روزلو، لیږلو، اکمالات او جنګې تجهزات د همدې مرکز څخه تمویلیږي. دطالبانواوسنۍ پلازمینه کويټه د کندهار ولایت څخه تر۲۵۰ کیلومتره لږواټن لري. د یادونې وړ ده چې د دې سخت دریځو یاغیانو مشر ملا عمرپه ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان په لومړي ښار کراچۍ کې په یوه روغتون کې خپل د ژوند وروستۍ ورځې تیرولې

د ۲۰۲۰ کال په مني کې، پاکستان چې د نړۍ د پنځم نفوس لرونکي هېواد دی، (ملکي او نظامي) چارواکو یې د طالبانو سره د سیاسي نږدې کیدو له لارې د خپل مات سوي افغان ګاونډيراتلونکي سیاسي نقش باندې د پام وړ ګټه پورته کړه او د ډیره وخته دا نیت لري چې دا لوی سیاسي کارت په بشپړ ډول پلیکړي او په خپله ګټه یې استعمال کړي ترڅو په کابل کې واک د خپل بانفوذه خلکو او ملاتړو د بیرته راستنیدو له پاره کار وکړي ځکه یې له ډیره وخته د مدرسو د زده کونکو ملاتړ کاه او په دې توګه داسېرژیم ولري چې د دوی ملاتړ پورې اړه ولري، له همدې امله پښتون میشتې سیمې خصوصا کندهار او جنوبي ولایتونه چې د ډیره وخته د هېواد سیاسي واک په لاس کې لري تر نفوذ لاندې نیولي دي. تاسو شاهدان یاست د هلمند او کندهار ولایتونه د خپل ستراتیژیک ارزښت او خاص موقیعت تر څنګ دغه راز د شل کلن نظام له پیل څخه د اور په لمبو سوځې، هسې خو د افغانستان ټولو سیمو ته د اور لمبه ورسیدلې خو په ځینو ځایونوولایتونو کې جنګ جاري ساتل د افغان حکومت مصروف ساتل وه او په ځینو کې بیا د خپل نفوذ او د پراخ واک ښودل وه.

دا رشتیا ده، د هر هېواد پرمختک پنځه پړاوه لري او هر پړاو یې شل کاله وي. افغانستان بدبختانه دا دریم ځل دی چې دغه اول پړاو ته لا نه وي رسیدلي هر څه سرچپه سي. موږ تیر تاریخ ته په کتو د سردار داود خان، داکتر نجیب الله او اوس ددې شل کلن نظام. موږ چې کله شلو کلونو ته نیژدې کېږو هر څه لمنځه ځې او بیا له سره پیلیږي. پاکستان د تروریستي ډلو په روزلو او تمویلولو پاکستان دی، کنه د پاکستان څخه خو نړۍ ته بل څه ګټه نه رسیږي بیله ترورسیتانو او مذهبي افراطیانوځکه نو تر ډیره پآکستان دا ممکن بلله چې دطالبانو د دوهم ځل ادارې سره په کابل کې د بل تړون مخته یوسي خو اسلام اباد به هیڅ کله دا موضوع افشا نه کړي. برعکس هندچې په نړۍ کې ترټولو لوی ډیموکراتیک نظام او په سیاست کې ښه ریکارډ لري خو د طالبانو سره د خبرو زمینه نه برابریدله ځکهچې د پاکستان نظامي چارواکو د راولپنډی کې GHQ پر دغه خبرو ډیرغور کړی و ترڅو د امریکې له وتلو وروسته د دغه احتمالي راتلونکي افغان حکومت چې په اصل کې به پاکستانی مطابقت ولري،هسې نه د پاکستان لاس غوڅ او د اسلام آباد چارواکو ته اجازه ورنه کړي او پر ځای هند چې په فعلې شرایطو کې ښه اقتصادي قدرت بلل کیږي، کنترول په لاس کې واخلي او په کابل کې خپلو راتلونکو همکارانو ته د خپلو غوښتنو مطابق وړاندیز وکړي، دا به د پاکستان لپاره تر اوسني حکومت هم ټولو لویه ستونزه سي.

دا ریښتیا ده چې په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان چې په وچه کېراګیر هېواد هم دی، په هره برخه کې ویجاړ او بیا هم له بده مرغه د پاکستان، ایران، روسیه او نوي ډیلي مداخلو سره سره بیا همبرعکس د دې دورې ګټه پورته کوي او ډیری طرفونو ته رسوایياړوي او د هغو اصلي څیره نړیوالو ته ښکاره کوي. په افغانانو کې د تیر په نسبت د ډیر بدلون څرک لیدل کیږي. دا هېواد که څه هم ډیر کار او وخت ته اړتیا لري خو اوس د سیمه ایز اقتصادي ځواک یوه اصلي چوکاټ ته داخلیږي، ځکه نړیوال لوبغاړی نن په دې لټه کېسو چې د جنګ پر ځای د سولې له پاره ګام واخلي او په یوه وخت کې ټول سییمه ییز هېوادونو د نورو نړیوالو شریکانو سره د سولېمیدان ته رامخته سول. د افغانستان د شخړو حل د یو سیاسي سولیز چوکاټ لارې حل کړي. د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا هېوادونه ټول نن په دې پایله کې دي، که چیرې په سیمه کی پراخېاقتصادې پروژې عملي کول غواړئ نو د اسیا څلور لارې چې افغانستان دی باید نسبي امن ولري. تر ټولو ښه خبره لا دا چې طالبان په یوه لحاظ د پاکستان له منګلو څخه ووتل او د قطر میلمانه سول خو له فکري او ذهنې اړخه لا هم د پاکستان ګټو ته ژمن دي. د هند او د طالبانو د خبرو د وروستي بدلون څخه هم ښه نیت لرو خو پاکستان دا نه غواړي چې د طالبانو نفوذ پراخه سی ځکه هند د ۲۰۰۱م کال تر د لومړي څخه د افغانستان د حکومت ملاتړ کونکو په مینځ کې ځان ځای کړی، په کابل کې د همکارۍ وړاندیز وکړ خصوصاً د بیا رغونې لپاره مرستې، تعلیم، روغتیا، تخنیکيمهارت، انرژي، ښوونه او روزنه، بشري، نظامي خدمات او داسې نوربرخو کې.

کله چې د طالبانو رژیم سقوط وکړ، د افغانستان د حکومت سره یوهلسیزه وروسته دا د هند او افغانستان په لومړي وار خپلهستراتیژیک ملګرتیا ده چې په ۲۰۱۱ کې پیل سوه. په سیمه کې په لومړي ځل سوداګریز شریک هندوستان د افغانستان سره سوداګري پیل کړله او تردې دمه یې له افغانستان سره د بیارغونېپه برخه کې د مرستې شمېر د نږدې د درو بیلیونو ډالرو ته رسیږي. په کابل کې د دغې مادي مرستې ډیر تود هرکلی وسو او د افغانستان سره یې د بیارغوني په برخه کې هندوستان د نړۍ دلمړیو هېوادنو په قطار کې ځای نیولی چې د افغانانو له خوا خورا خوندوره ستاینه وشوه. ددوی مرستې په ځانګړي توګه د افغانستان په مختلفو برخو کې د اوبو لوی ډیمونه او بندونه جوړول، و ۱۵۰۰۰ افغان ځوانانو ته په هند کې د ذده کړو زمینه برابرول. دا یوهداسې پانګه اچونه او شهرت دی چې په طبیعي ډول د پاکستان قهر راپاروي. بل پلوه پاکستان بیا هڅه کوي چې دغه همکارۍ په لږهګټه واخلي او په افغانستان کې د خپل نفوذ د ډیرولو زیات کوښښ وکړي، د افغانستان په کورنیو چارو کې د هند سره دوستانه مشورې او په ځینو برخو کې فیصلې او لاسوهنه چې په افغانستانکې د پاکستان ګټې ننګوي، هیڅکله پاکستان په خپله ګټه نه بولي او ځکه کوښښ کوي چې خپل لاسپوځی حکومت رامنځته کړي.

په کابل کې د هند په سفارت بریدونه، په جلال آباد کې د هندوستان قونسلګرۍ، یا هم په هرات او مزار شریف کې وژونکي بریدونه که څه هم هند ته د منلو وړ نه دي خو بیا هم پاکستان په ډیر هوښیاري سره کوښښ کوي تر څو هند احساساتي او مجبوره کړي چې خپل فعالیت کم کړي. د افغانستان او لویدیځ استخباراتو نور دا موافقه کړې چې په افغانستان کې د پاکستان د تروریزم اغیزه کشف کړياو لمنځه یې یوسي.

د متحده ایالاتو راتلونکي احتمالي وتلو پوښتنه د لنډ مهاله او یوځل بیا د طالبانو ناڅرګند واکمنۍ او د پاکستان په نفوذي چوکاټ کې د افغانانو را څرګندیدل د پوښتنې وړ موضوع وګرځیدله. دا روان مسایل نورو خبرو ته هم لاره خلاصوي تر څو موضوعات په ښه توګه روښانه سي. افغانان د افغانستان په خاوره د یو ناوړه وضعیتسره مخ کیږي ولې د امریکا وتل احتمالي دي حتمي ندي. امریکا دا خوب لیدو چې د اسیا په زړه کې ځای ولري چې خپل حریفان کنترول کړي، خو نن دا خوب یو حقیقت دی، هیڅکله نه غواړي هسې تر انتخاباتو یوه ډرامه وه او طالب جان یې خطایستی. امریکا به لهافغانستان ولاړه نه سي، خو د پاکستان منحوسه څیره او کوم پلان چې د افغان وطن له پاره لري، پکار ده چې افغانان په هغه پوه سي.

موږ غریبان یو موږ خو هېڅ نه لرو

ته د وطن خوبونه څله وینې

په کربلا کې ټوکېدلی ګل یې

بیا د ګلشن خوبونه څله وینې

درنښت،

پښتون ځیرک