کور / سياسي / د امریکا د احتمالي وتلو وروسته په افغانستان کي د چین لپاره هر اړخیزه فرصتونه

د امریکا د احتمالي وتلو وروسته په افغانستان کي د چین لپاره هر اړخیزه فرصتونه

پښتون ځیرک

په افغانستان کي د متحده ایالاتو سرتیري له اوږدې مودې راهیسي په سېمه کي د سولي اوثبات د راوستلو لپاره په ترهګرۍ ضد جګړه کي ښکیل دي. په هرصورت ، له سېمي څخه د دوی د وتلو په پایله کي به په افغانستان کي د نړیوالو تشه محسوسه سي. دا به د دې لامل سي چې د چین حکومت په افغانستان کې د پانګوني لپاره یو نوی نوښت وکړي ترڅو په راتلونکي کي د دې پانګووني څخه نوري ګټي هم ترلاسه کړي،  نني موضوعات د (جیوايکانمیکس او جیو ستراتیژیک) له نظره داسي څيړو .

د چین حکومت خپل مارکیټونه خورا په لوړه کچه پراخه کړل خو ځایي صنعتونو یې په افغانستان کي د سوداګرۍ د رامنځته کولو امکان ونه موند. له همدې امله له افغانستان سره د چین ناڅاپي ښکېلتیا په لومړي سر کي ډیرو ته غیر عادي او ناڅاپي ښکاري او نړیوالو ته تر ډیره حده د تشویش وړ هم وګرځیدل.

یو له لومړنيو دلائلو څخه چې ولي چین اوس مهال د افغانستان سره علاقه لري تر څو د تیلو د کشفولو، تصفیه کولو او د مسو د کان کیندني په برخه کي پانګونه وکړي؟ سربیره پردې په عیني وخت کې د چین حکومت کولی سي خپله هغه پروژه (د نوي وریښمو سړک یا بیلټ سړک چې د چین او اروپا ترمنځ سمندري اړیکي او اورګاډي دي چې له قزاقستان ، روسیې ، بیلاروس ، پولینډ ، جرمني ، فرانسې او انګلستان څخه تیریږي) د مهمې برخې په توګه وکاروي او د افغانستان له موقعیت څخه ګټه پورته کړي. د متحده ایالاتو د سرتیرو له نه شتون وروسته ، چین اړتیا لري چې د متحده ایالاتو ځای ډک کړي او افغانستان ته د امنیت او ثبات چمتو کولو رول بشپړ کړي او هم د افغانانو فکرونو ته ننوځي تر څو د افغانانو زړونه او ذهنونه وګټي. بل تر هر څه مهمچین په خپلو کړنو کې خورا محتاط دی او په راتلونکي کي به تر دې هم محتاط وي. ځکه چين امريکا او متحدين په خپل بغل کې یو ګواښ ګڼي.

افغانستان چین ته ځکه اهمیت لري چي ختیځ او سویل يې له پاکستان سره، لویدیځ يې له ایران سره ، شمال ختیځ خپله چین، د  شمال سره يې ترکمنستان ، ازبکستان او تاجکستان کډه پوله لري. افغانستان د چین د دغه مهمې پروژي لپاره یوه مهمه برخه ده، چیري چي چین کولای سي د ورېښمو سړک پروژه پراخه کړي. افغانستان د ډیرو هیوادونو سره ګډه پوله لري ټول هېوادونه په ښه توګه د دې د ورېښمو د سړک د پروژې برخه کیدای سي ، په راتلونکي کي دا سېمه د چین لپاره د اقتصادي بازارونو په یوه عمده او مهمه نقطه بدلیداي سي.

د چین د ورېښمو د سړک دغه پروژه به دوې برخې ولري چې یوه یې په افغانستان کې دننه  لوی لاري ، رېل پټلۍ او هوایی ډګرونه رامنځته کړي، د پښتونخوا د بلوچستان ایالت کي د ګوادر بندر چي د عربي بحر پر غاړه پروت دی رسماً وصل کړي او شمالي افغانستان ته لاره پیدا کول به د چین لویه لاسته راوړنه وي.

له دې وروسته ، راتلونکی دوهم ګام به د افغانستان او ګاونډي هیوادونوتر منځ لویي لاري او ریل لارې د ایران ، تاجکستان ، ترکمنستان او ازبکستان سره وصل کړي  پدې توګه به د چین محصولات د منځني ختیځ او یوریشیا بازارونو ته ورسیږي تر څو۸۶۰ ملیون نفوس  د چینایي محصولاتو برخمن کړي.

د متحده ایالاتو او د اروپایي متحدینو موخه يې  یوازې د بهرنیو هیوادونو سره مرسته کول وو چې پرته له بهرني مرستي په جګړه کې ښکېل هېوادونه پر خپل اقتصاد تکیه نسې کولای ولې د دوی برعکس چین د پور ورکولو د سیستم څخه کار اخلي او دا عملاً د خپل سیاست یوه مهمه برخه بولي تر څو په نورو هیوادونو کي د پانګوني ستراتیژي تعقیب او عملي کوي. پدې معنی چي چین به د خپلې زیربنا جوړولو لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي. بیا به دا افغانستان لکه نور هېوادونه در پور لاندې کړي چې د هغې د خپل کورني ناخالص تولید څخه به لوړ وي.

دا هم احتمال لري چین خپل نظریات او پلانونه وپلوري تر څو وکولای سي د افغانستان حکومت قانع کړي چې چین ځانګړي پیسې په افغانستان کې د پانګوني لپاره لري او چمتو دی چې جګړه ځپلي هیواد ته وده ورکړي. افغانستان لا دمخه زیربنایی پرمختیا ته ډیره اړتیا لري، له همدې امله دا وړاندوینه کیدای سي چي د افغان حکومت به په ډیر احتمال د چین دا وړاندیز ومني.

افغانان ډیر وخت زوړ تاریخ هیروي او مخته روان وي، ستاسو په یاد دي چې کله د متحده ایالاتو او نړیوال ایتلافي سرتيري افغانستان ته ورسېدل ، هیواد د یو بشپړ ناکام دولت خاوند وو. پر افغانستان د یرغل راهیسې متحده ایالاتو د خپل سیاسي ګټو او اهدافو تر څنګ په ملیاردونه ډالر د دغه هیواد په بیارغونه او پرمختیا ، او خپلو نظامي او امنیتي ځواکونو ته د مرستي په ورکولو کې مصرف کړي دي. د متحده ایالاتو ځواکونو په سیمه کې د سولي په رامنځته کولو کي خورا لوی رول لوبولی، کوم چي د دولت د پرمختګ عمده سبب سوی دی . مجاهدینو د پنجاب په توپک افغانستان وران کړی و او زېربینا او رودینا دواړه لمنځه تللي وې، حتی زما جنتي هېواد افغانستان هیڅ حکومت نه درلود او نه کوم سیاسي سیستم شتون درلود او په بشپړ ګډوډي کې وو، فقط یو نوم یې پاته وو. په هیواد کي د مشرتابه د نشتوالي له امله دلارښوونې او سياسي ادارې هیڅ وسیله نه وه، او هیچا د پنجاب د روانې ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې رهبري نه کول. خو دا جنګ د افغانانو او خصوصاً پښتنو بېخ و بنیاد وکښئ، د دغه ترهګرۍ لپاره یې د پښتونخوا وطن ځانکړي کړي وو. نن که د پښتونخوا وطن ځوانان د ژوند غوښتنه کوي هغه هم د ترهګرو په نوم لنډ وژل کیږي. پښتون ژغورني غورځنک د پښتون وطن د ټولو بدبختیو په نتیجه کي نور زغم د لاسه ورکړ او میدان ته راووتل تر څو د قام او نوی نسل ژوند وژغوري. په هرصورت د تیر شل کلن نظام په جریان کي هېواد د پرمختګ او هوساینې لور ته حرکت پیل کړ. د افغانستان سیاسي چوکاټ  جوړ سو. افغانستان د افغانانو کور دی او افغانان به یې جوړولو ته ژمن وي دا خورا ډیرې قربانۍ او هڅو ته اړتیا لري. کله چي د متحده ایالاتو او د ایتلاف سرتیري يې و افغانستان ته ننوتل ، دوی په سېمه کي د بیلابیلو افراطي ډلو د دوامداره بغاوت او وحشتونه تجربه کړل. افغانانو جنګ او رواني بدیختياني په داسې حال کي زغملي چې نړیوال د افغانانو سره مرسته کوي تر څو په تدریجي ډول افغانستان خپلواک سي ، افغانستان ورغول سي او په نهایت کې د خپل هیواد امنیت اداره کړي.

افغانستان اوس هم د جنګ په حالت کې قرار لري او ټولي چاري پخپله سمبالولاي نسي خو د پرمختګ په لور کوښښ کوي حتی افغان حکومت خپله هم پدي پوهیږي. افغانستان د تهدیدونو سره د ډیره پخوا څخه مخ دی، مثلا لکه څرنګه چې پوهیږو  د ایران رژیم په مکرر ډول په سېمه کي د بیلابیلو تروریستي ډلو سره تماسونه نیسي چي دا هم د متحده ایالاتو څخه د غچ په معنی ده، او هم په ټوله سېمه کي ګډوډي خپره کړي چي دا خپله په  د امريکا د حضور د نه منلو په معنی ده. د ایران رژیم په کابل کې د پام وړ نفوذ لري. ایران په پټه د طالبانو سپانسر او ملاتړ کوي او په افغانستان کې ګډوډي راولي. سره له دې چې کابل د افغانستان مرکز دی ، خو د افغانستان حکومت د تهران تر اغېز لاندې دی. د ایران رژیم د افغانستان پر حکومت باندي څو ځله مستقیم او غیر مستقیم  فشار راوړي چې چین ته د مرستې لپاره لیوالتیا وښيي. ځکه د امریکا په شتون کې ایران خپله بقا نه ویني. چین دا علاقه لري چي د افغانستان د زیربناو جوړولو ، پرمختګ او امنیت چمتو کولو کي رول ولري ، د ایران حکومت د هڅونې سره سره د بیجینګ مرستې ته د افغانستان حکومت حتمن اړ دی. د اړتیا په دې وخت کې د چین حکومت په سیمه کې د بریښنا خلا ډکولو لپاره راپورته سوی او موږ افغانانو ته یو تر ټولو ښه انتخاب دی چې د مرستي وړاندیز یې کړی .

په افغانستان کې د چین اقتصادي ، صنعتي او امنیتې برخو ته ننوتلو په صورت کي به چین په ناڅاپي ډول خپل دریځ پیاوړی کړي نه یوازې په مینځني ختیځ بلکې په مرکزي آسیا کې هم. د چین ، پاکستان او افغانستان احتمالي تړون به په سیمه کې د متحده ایالاتو ګټو ته جدي ګواښ وي. دا ځکه چې متحده ایالاتو د دې هیوادونو سره د مرستې او په سیمه کې د ځان د قوي کولو لپاره خورا ډیرې پیسې مصرف کړي او لا هڅه کوې. په هرصورت چین به وکولی سي د وضعیت اعظمي ګټې ترلاسه کړي او امریکا د شلو کالو خوارې د امریکا لپاره په صفر کې ضرب او د شته امکاناتو څخه به چین خپله پوره ګټه پورته کړي.

يوه اصلي اندیښنه چې د چین حکومت د افغانستان سره لري، هغه د امنیتې وضعیت په اړه ده. پکار ده چې د منځنۍ آسیا وضعیت کنټرولولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي ترڅو خپلې اړتیاوې پوره کړي او غیر ضروري تاوتریخوالي رامینځته نکړي چې په سیمه کې د سولې په اړه یو سالم رول ولوبوي. څرنګه چې بې ثباتي د طالبانو د بریدونو څخه پېښه ده نو چین ته دا اړتیا پيدا کيږي چې دا مسله حل کړي او د شخړي د حل لپاره دواړه خواوې ګډ ټکي ته راسي او یوه نهایی سولیزه پریکړه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وکړي.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اوربند او سولې خبرو کي د منځګړیتوب د چین او متحده ایالاتو د اهدافو تر مینځ توپیر دا دی چې امریکا غواړي له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي او خپل شتون یوازې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته محدود کړي چې افغان ځواکونه په نظامی برخه کې چمتو کړي. په هرصورت د چین حکومت په افغانستان کې د پراخ حضور لپاره لاره هواروي. پدې توګه ، چین ممکن د افغانستان د امنیت په چمتو کولو کې ستر رول ولوبوي.

چین د دواړو خواو طالب او حکومت سره ښې اړیکې ساتلي دي او که دا چین وغواړي دا اړیکي دوام ورکړي نو دا باید داسې پریکړې ته ورسیږي چې د ټولو خواو ګټو ته زیان ونه رسیږي. چین له ډیرې مودې راهیسې په سیمه کې د طالبانو سره د  سیاسي معاملې او ځینو وړاندیزونو د منلو او هغوی ته د قناعت ورکولو لپاره زمینه رامنځ ته کوي، ترڅو هغه اندیښنې چې چین يې لري، چي په راتلونکي کي به دوی د ایغور مسلمانانو ته پناه ځای او خوندیتوب نه ورکوي، هم د بحث موضوع  په توګه یاداوري کوي.

له بلې خوا فرصتونه څه دي ، په عامه توګه چین یو دریځ لري چې د تروریزم سره د مبارزې ملاتړ کوي چې له کابل څخه یې باور تر لاسه کړی، د دې ترلاسه شوي باور په عوض کې چین په کابل کې د زیربنا او صنعتي ودې لپاره د مرستي په شکل پانګونه وکړل، د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ ترمینځ د چین حکومت د افغانستان حکومت ته په عمومي ډول د نظامي مرستو په لړ کې  تر ۷۰ ملیونه ډالرو ډیري مرستي کړي دي.

د دې ټولو سره سره چین په سیمه کې د بې ثباتۍ په اړه ښه پوهیږي او پدې حقیقت هم پوهیږي چې حالت قابو کړي او امنیت په دومره سطح چمتو کړي چې یوځل یې متحده ایالات د اوسني نظام په پیل کي د دې جوګه وو. د متحده ایالاتو سرتېرو په وتلو سره په سیمه کي د نفوذ ترلاسه کولو فرصت سره  په سیمه کي د ثبات ساتلو او امنیت برقراره ساتلو مسؤلیت هم راځي. د چین حکومت په وینا، د امنیت چمتو کول خورا ګران کار دی، له همدې امله دوی د ورېښمو سړک پروژې سره د سېمي و هیوادونو ته د رابطو او یو بل ته د  لاسرسي خدمات هم چمتو کوي.

په سېمه کي اوس هم د بیلا بیلو ناوړه او بدو فاکتورونو د شتون له امله پهبشپړ ډول په افغانستان کي د سولي پر رواني پروسي باور هم نه لیدل کیږي.د چین حکومت بیلابیل اوږد مهاله  سیاسي او  اقتصادي ستراتیژیانې په پام کې نیولي دي، چي که په افغانستان کي د شخړي او ناکرارۍ له وضعیت سره مخ کیږي دوی به ترې استفاده کوي. که څه هم چین په سېمه کې نفوذ لري او په راتلونکي کي به د سېمي لویه واکمني هم ولري که چیرې شیان همداسې روان وي لکه همدا اوس چي تیریږي دا به د دواړو خواو تر مینځ د مینځګړیتوب دریځ وي ، مګر حتی که خداینخواسته د سولې پروسه یو څه خرابه سي، د چین حکومت ممکن د مسلې حل کولو لپاره بیا هم نظامي مداخلي غلطی ونه کړي تر څو خپل عسکر افغانستان ته ولیږي ځکه په افغانستان کي د چین نظامی مداخله به د امریکا لپاره د چین د راپرځولو تر ټولو ښه موقع وي او وبه کولای سی چې د چين فکری تمرکز د تجارت و اقتصاد څخه په افغانستان کې نظامي ښکیلتیا ته را واړوي. دوی به د مستقیمي ښکیلتیا پر ځاي د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت څخه غوښتنه وکړي چې د چین په ګډون د بیلابیلو هیوادونو څخه سرتیري پکې شامل وي ترڅو د وضعیت حل او نظم بیرته رامنځ ته کړي. په سیمه کي او افغانستان کې ثبات راسي.

د افغانستان لوی طبیعي سرچینې یوازې د ليري ګاونډیو په پرتله د نږدې ګاونډیو لخوا په مؤثره توګه کارول کیدای سي ځکه چي د جیو پولیټیکل او لوژستیکي غوښتنو له مخې ورته اسانه او ارزانه لاس رسی لري. تر امریکا وروسته چین په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې مالي او اقتصادي ظرفیتونه لري چې د افغانستان سره اعتمادي شریک په توګه یو پر بل تکیه کولای سي.

امریکا او چین په جلا ډول سره د سیمي د اداره کولو فکر لري په ځانګړي توګه افغانستان چې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ یې اداره کول د دواړو زبرځواکو هېوادونو لپاره ډیر لوی توپیر لري. چین په افغانستان کې د ګڼ شمیر مسئلو په حل کي دی . چین لاهم  په افغانستان کي د وضعیت له مستقیم کنټرول څخه ډډه کوي حتی وروسته له هغه چي سیمه د تاوتریخوالي د ډیریدو له جدي ګواښ سره مخ سو، چي د امنیت او امنیتي وضعیت یې نازک  وښودل سو بیا هم نظامی مداخلی نظریه نلري.

د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې په افغانستان کې د ثبات د ترلاسه کولو او ساتلو په هڅو سلګونه ملیارد ډالر مصرف کړي دي. له بلي خوا چین داسي بریښي چي یوازي د خپلو ګټو ترلاسه کولو او د هغه ستراتیژۍ سره په سمون کې پر هر څه باندي تمرکز کوي. که څه هم موږ به خپل د هېواد ګټو ته ژمن پاته کیږو او د ضرورت په اساس به سیاسي راکړه ورکړ کو خو بدبختانه دا راکړه ورکړه نوی پړاو ته ځي پر افغان خاوره بیا د دوه لویو ابرقدرتو د زور ښکار وي. نه امریکا په اسانه وځې نه چین داسي اسانه راتلاي سي. موږ افغانانو ته پکار ده تعادل وساتو تر څو شته فرصتونه د لاسه ورنکړو او نه هېواد بیا د بحران خوا ته پریږدو.

هر څه چې دی موږ ته وطن ښکلی دی.

کب ته وي خوږي د سمندر اوبه.