کور / شعر / من عرف نفسه فقد عرف ربه

من عرف نفسه فقد عرف ربه

یوه شپه څراغ په لاس کی گرځیدمه کور په کــــور      چی معلوم کړمه په ښارکی کوم یو کور دی کوم يو گور


چی پـیدا کړم، چا بل کړی دا تورتم کی څراغـونه       څوک د مرگ په خوب بـیده دی، شاته کـړی یی غـمـونه


هـدیره راته ښـکاره سوه ټـوله ښار له بـده بـخـته       هـغه کور چی چـا بالـه به، هـغه گـور وو سـم له وخــته


چی بــیدار وو هـغـه غـل وو یا نشه تللی له ځانه        لـه کـورو هـمــدوی راوتــی، نـا آرامـه، پــریــشــــــــانـه


یـو ناڅـاپه می نـظـر سـو پـر کـړکۍ د یـوه کـــــور        پــه الـلـه الـلـه زارۍ وو یــو ســړی پـه ســر سـرتـــور


د دوږخ او د عــذاب له ویــری نـه ژړل هـــــا تــــــن       نـه زارۍ یـی داولاد وی نـه چی جوړ سی لـوی شـتمن


نـه لیـوال وو د ماڼـیو چی کـښی ناسـتی گلـبدن       نـه یی غـوښته جایـدادونه، نـه کـوم بـاغ او نـه گلـشـن


نـه یی شـوق د حکـومـــت وو، لــیډری یا مـشری       نــه د سـرو سـپــیـنو پـه غـم کی، نـه د نـورو مـهــتـری


څه عجـیـب غـونـدی غوښـتـنه یی لرله ها سړی        پــه ژړا، پــه تـضــرع وو، پـــه زارۍ، پـــه اســـــــويــلی


ول را وښـــیه ومـاتـه زمـا مـقـام علــیـم بــــــاداره       پـه هـمدی مـی بــیا مـونـده سـی د بـریــو سـیـده لاره


په ما وپـیژنی ځان خـپل، ده زارۍ کــــولی ډیـری        مـخ د هــیلی یـی آســمان تـه پـه ژړا لـه ډیــری ویـری


څه به وپـیـژنم تا زه، چی زه نه پـیژنم ځــان خپــل      خلیـفه بـه دی یـم څـنگه چی جاهـله یم د شان خـپـل


رسـومه به یی څـنگه رسالت چی دی راکــــړی؟         انـدازه بـه یـی کـړم څـنگـه شـرافـت چـی دی راکـړی


چی بیتامی سرټیټ کړی هرطاغوت وهرسـونډاته       زه بـه څـنگـه چـاتـه وایم چی سر ټـیټ نکـړی بلـچاته


که می خـپـله وی پـغـاړه پوخ ځـنځـیر د غلامـــۍ       څـه تـلـقــیـن بـه کـوم بـل تــه، د خــپل واک او آزادۍ


اطمـنان به کلـه راسی چی می نـفس وی اماره        هـا ژونـدون بـه څـه ژونـدون وی چی د بـل پـه اشـاره


                                       په ژړا کی یی ویـله هـا سالک د زړه له تابه                           


                                       پـیـژندنه د ځان راکړی ای حکیم ربه وهابه