کور / تازه خبرونه / د ښځينه سینګارتون کارکوونکو د کاري بنديز په وړاندي لاریون وکړ

د ښځينه سینګارتون کارکوونکو د کاري بنديز په وړاندي لاریون وکړ

پرون چهارشنبه په پلازمینه کابل کښي د ښځينه سینګارتون د لسګونو کارکوونکو له لوري ددوي د کاري بنديز په وړاندي د (کار، ډوډۍ او عدالت) په شعارونو سره یو سولییز لاریون تر سره سو ترڅو خپل درد او ږغ تر چارواکو او مسولینو پوري ورسوي.
خو دا لاریون د امیتي چارواکو له لوري د هوايي ډزو او اوبو شیندلو پذریعه ګډوډ سوئ دئ. نړيوالو بنسټونو د یو سولییز لاریون په وړاندي د امیتي چارواکو دا تونده کړنه یو ناسم او مایوسوونکی چلند بللئ دئ.
د ښځينه سینګارتون کاري بنديز د هغې سلسلې یوه برخه ده چي د طالبانو له لوري په افغان ټولنه کښي پر ښځينه طبقه د اصلاحاتو تر نامه لاندي د بیلابیلو فرمانونو په بڼه یو په بل پسي عملي کيږي چي تر دې وړاندي هم ورته بندیزونه وضع سوي چي یو يې په ادارو کي د ښځو کاري بندیز او بل يې د ښځينه زده کوونکو د زده کړو بندیز وو چي ددوی له خولې تر امر ثاني پوري به دوام کوي.

کاري بندیز :
د ښځينه سینګارتون کارکوونکو ته د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لوري لارښوونه سوې چي خپل کارونه ودروي؛ ولي چي ددوي له خولې په ښځينه سینګارتون کي ډیري پیسي اخیستل کيږي او ځیني غیر شرعي کړني لکه د وريځو کښل او د وريښتانو ایښوول ترسره کيږي.
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف د ښځينه سینګارتون د بندیز یو علت د سینګارتون د کارکوونکو له خوا ددوي د توضیح سويو شرایطو نه عملي کول هم ښيي؛ خو کارپوهان د طالبانو دا کړني غیر مسلکي او غیر مسولانه بولي او یواځنی حل يي د کار و اهل کار ته په سپارلو کي ويني.