کور / ترخې خبري / په امنيت کښي مرسته که ژينوسايډ(توکم  وژنه)؟

په امنيت کښي مرسته که ژينوسايډ(توکم  وژنه)؟

haqyar@gmail.com

دطالبانو له سقوط وروسته چي نړيوالي ټولني افغانستان ته مخه وکړه او دلته يي دبيارغوني سوکالۍ ، دوران او ويجاړ هيواددسمسورولو اوپه درويشت کاله جنګ او غمځپلي هېواد کي دامن دټينګښت ژمني اوشعارونه ورکړل نو له جنګ او جګړو څخه دستړيو ، کړېدليو اوځورېدليو افغانانو په وچو رګو کي دهيلي او خوښۍ وينه وچلېده او داسي يي وانګېرله چي نوربه نو زموږ کنډر هېواد په ډېر لږ وخت کي اباد او د هېوادوالو وږي ګېډي مړي شي.

افغان ولس داسي ګڼله اوس چي دنړۍ د لسګونوبډايوهېوادونوپام او مخه افغانستان ته راواوښته نو ښايي چي ددي باران څاڅکي زموږوچي کروندي خړوبي کړي او په ډېر کم وخت کي به مو هيواد هم دنړۍ دپرمختلليوهېوادونو په کتارکي ودرېږي او هم به دسيالانو سيال شي خو له بده مرغه چي ددي ولس داهيله هسي يو خوب او خيال وګرځېده اوداووکلونوله تېرېدووروسته ورته خپلي هېلي سراب ښکاره شوې،نه يواځي داچي هيلي يي نيمګړي شوي او لکه څنګه چي په کاروه او څومره چي دوى له بهرنيو ځواکونو اميد درلود هغسي ونشول ، بلکي بهرنيو ځواکونو ددوى ټپونه لا هم ډېر کړل ،ددي پرځاى چي ددوى امنيت ونيسي لايي هم ووېرول ، لايي هم ووژل لايي هم ډېري مېرمني کونډي ، ډېر کوچنيان بي پلاره او دډېرو ميندو غېږي له بچيانو تشي کړي .دلته سړي ته هماغه قرآني ايت ورپه ياد شي چي فرمايي: کله چي يي وريځ په اسمان کي خپره وليدله چي ددوى کروندواو ناوونو ته مخامخ راروانه وه نو ويي ويل چي داورېځ به پرموږ باران واوروي ، خو( داسي نه وه ) بلکي داهغه عذاب دى چي تاسو يي په غوښتلوکي بېړه کوله په دي وريځ کي يو توند او تېز باد دى چي دخپل رب په امر به هرڅه دړي وړي کړي .

نو افغانانو ته هم بهرنيان درحمت باران نه ،بلکي توپان شول چي هرڅه مادي او معنوي ارزښتونه يي ورته تباه کړل .

په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونولخوا پرملکي وګړيو ، کورونو ، ودونو ، دختم مجلسونو او نورو ټولنيزو غونډو بمبارۍ او دخلکو وژلو ،ټپي کولو ، نيولو او ځورولو نور نو دافغان ولس ترڅنګ دافغان دولت حوصله هم ختمه کړه ځکه چي اوس داپېښي ډېري زياتي شوي او تقريبااوس په هرو څو ورځو کي يوځل له غم او دردڅخه ډک داډول خبراورېدل کېږي .

که څه هم په افغانستان کي دملګرو ملتونو اداره لکه څنګه چي ددي اداري منشور او دنده ده ناپييلي نده او په ټوله معنى دزورواکيو او سرتمبه هېوادونو په واک کي ده او تر ډېره حده حقايق پټوي خو بيا هم دهمدي اداري لخوا په ځينوسايټونوکي دخپروشويو راپورونو له مخي دکرزي په دوره کي تراوسه له اتوزروډېر يواځي ملکي وګړي وژل شوي دي چي په حقيقت کي داشمېره تردي هم لوړه ده .

په افغانستان کي دنړيوالوځواکونو کړنې، دخپل دښمن په نوم دکوچنيانو او مېرمنو وژني ، ړانده بمبار او ټول وژني داجوته کړه چي دلته موخه له القاعده او ددوى په وينا له تروريزم سره جګړه نه ،بلکي ددوى موخه دلته په سيمه کي دنورو ډېرولوړواو اوږدمهالو استراتيژيوتعقيب دى اود دي استراتيژۍ دلاسته راوړلو لپاره بايد دلته ژينوسايډ يا دتوکم وژني پروژه تطبيق کړي او له افغانانو دقربانۍ پسونه جوړ کړي ، ليدل کېږي چي بهرنيان دلته تر القاعده او هغه چاچي دوى يي خپل دښمن بولي په قصدي توګه ډېر ملکي وګړي وژني.

که داخبره نه وي نو ايا امريکايان او ناټو دکلي او سنګر توپير نشي کولى ، دوى واده ، ختم ، خيرات او دجګړي محاذ نه شي بېلولى، اشتباه خو يوځل وي دوه ځله وي ( يوه خطا دوه خطا نه چي جمله خطا)

اياداهم سهوه ده چي ددوه کلن کوچني سرته کلاشينکوفونيسي او ډزي پري وکړي .

اياددوى دومره پرمختللي تکنالوژي دوى ته دښمن او ولسي وګړي نشي بيلولى؟

ايا ددوى استخباراتي معلومات دومره کمزوري دي چي هرځل تېروځي ؟ که جاسوسان يي ناسم معلومات ورکوي نو ولي داسي يو تن چي دوى ته يي ناسم معلومات ورکړي او لسګونه تنه بي ګناه وګړي يي پري وژلي دي ولس ته معرفي او په لاس ورنکړ؟که دوى په دي باور دي چي دومره ګڼ طالبان کليو ته راځي او کليوال ځاى ورکوي ، مرسته ورسره کوي او همدردي ورسره لري نو بيا خو ددوى دادعوه بي ځايه ده چي طالبان په ولس کي رټل شوي او منزوي ډله بولي او بايد رسماُ داومني چي رښتياهم طالبان دولس له منځه راپورته شويدي .

اوکه داسي نه ، بلکي دعوه کوي چي طالبان په ولس کي ځاى او ريښي نلري او دملت دښمنان يي بولي نوبياخو يي په ولس کي اوسېدل او پټېدل هم شوني نده نو بيا دوى ولي ددوى دشتون په پلمه کلي بمباروي او سلګونوتنه وژني .

په لسګونه ځله ليدل شوي چي بهرنيان پرکورونو وراوښتي مېرمني او کوچنيان يي وژلي ټوله نړۍ پري خبره شوي او تائيدکړي يي ده چي ددوى په بريدکي مېرمني او کوچنيان وژل شوي خو دوى اعلان کړى چي په بريد کي يي ترهګر او ترورستان وژلي دي . ايا داددي په معنى نده چي دوى ټول افغان ولس ترهګراو خپل دښمن بولي او ددښمن په څېر چلندهم ورسره کوي. ؟

له يوي مخي اوله هرډول استثنى پرته دکوچني، لوى، نارينه او ښځينه سپين ږيري او سپين سري وژل ژينوسايډ ياتوکم وژنه نده نو څه دي . ايا داددي څرګندوى ندى چي دلته په رښتياهم دناټو لخوادپښتنو هلوکاست روان دى .

رښتياخبر داده چي افغان حکومت هم ترډېره حده په دي تراژيديو چپ وو خو اوس يي چي وليدل ددوى داوژني دولس له زغم څخه ووتلي اوحوصلي دانفلاق حد ته ورسېدلي او نږدي ده چي عمومي ولسي پاڅون وشي نو نسبتاً جدي او کلک غبرګون يي وښود.ځکه دولسي پاڅون په پايله کي ددوى تاج او تخت هم له ګواښ سره مخ کېږي .

موږ په دي باور يو چي که حالات همداسي روان وي اونړيوال مرستندويه ځواکونه همداسي دملکي وژنو لړۍ روانه وساتي نو عمومي ولسي پاڅون به وروستۍ چاره او دزهرو غړپ وي چي ولس به يي له ناچارۍ په سررااړوي. ځکه پوهېږي چي بهرنيان يي په تدريجي ډول په ناځوانۍ وژني نوولي سم په مېړانه مقاومت ونکړي .

افغانانو داثابته کړي اوتل يي دښکېلاکګرو په وړاندي دامېړانه ښوولي ده .په ١٣٥٧هجري لمريز کال دغويي په اومه دکمونستانو دکودتاپرضدعمومي ولسي پاڅون ،دهمدي کال دکب په ٢٤ مه دهرات د مجاهد ولس عمومي پاڅون ، اود ١٣٥٨ هجري لمريزکال دکب په دريمه دکابل ښاريانو ولسي پاڅون يي ښي بېلګي دي . داچي تراوسه هم دي ولس حوصله کړي ده لامل يي داندى چي ګوندي ددوى ايمان او يا مېړانه او شهامت کمزوى شوى ،بلکي لامل يي دادى چي دا ولس نور له جنګ اووينو تويولو ستړى شوى اونور دخپل هېواد ورانى او ويجاړول نه غواړي.دوى له بدو څخه تربدترو وېرېږي . له دوى سره داوېره ده چي که دابهرنيان نه وي نو ښايي يوځل بيا هغه زورواکي او ټوپکسالارا ن په دي ملت مسلط شي چي يوځل يي ددي ملت وينه زبېښلي او هېواد يي په کوڅه واکۍ بدل کړى وو . او که يوځل يي دصبر کاسه ډکه شوه نو بيا له هرډول شک پرته دلته ددوى شتون دلږوخت لپاره هم ناشونى دى

بهرني ځواکونه په ډېري سپين سترګي خپلي دي ناوړي کړني ته دوام ورکوي او په دي اړه نه دافغان دولت ، نه دافغان ولس او نه هم دبشر دحقوقو دادارو اندېښنو ته اهميت ورکوي .

دشينډنډ له دردوونکي پېښي څخه چي شاوخوايوسل او لس تنه مېرمني کوچنيان او سپين ږيري پکي ووژل شول اوټوله نړۍ يي ولړزوله لاڅو شپي تېري نه وي چي يوځل بيا يي په کندوزکي دواده پر وراډزي وکړي او اتو تنومېرمنواوکوچنيانو ته يي مرګ ژوبله واړوله، په همدي ورځو کي يي په خوست کي زموږ دهېواد يوډېر تکړه لوبغاړى شهيدکړ ، په همدي ولايت کي يي څو تنه کوچنيان ووژل چي ايساف نور دارسوايي پټولى نشوه او بل نوم يي هم ورکولى نشونو اړ شو چي مسؤوليت يي واخلي او ددي کوچنيانووژنه خپله سهوه وبولي .

دافغان ملت داغم لاسوړ نه ووچي تېره شپه يي يوځل بيا په پلازمينه کابل کي په يوکور دشپي لخوا يرغل ورووړاو ديوي کورنۍ ٤ تنه غړي يي چي يوه پکي مېرمن ، دوه کوچنيان او يو يي نارينه وو په داسي حال په ډېري بي رحمۍ ووژل چي خلک او همدا فاميل دسباورځي لومړنۍ روژي ته د پيشلمي په تيارولو بوخت وو.

عيني شاهدان او دسيمي ټول اوسېدونکي وايي چي دا وژل شوى تن غريبکار او يوپينچرمين شخص و.

اوس چي دولت اړشو چي نسبتاً جدي او کلک غبرګون وښيي نو داغبرګون بايد يواځي دولتي او رسمي نه ، بلکي دټول ولس دزړه اواز وګڼل شي او نړيواله ټولنه ، ملګري ملتونه او دناټو ځواکونه بايد دادهر افغان دزړه له تله راوتلى غږ وبولي .

لکه څرنګه چي نړيواله ټولنه او په سر کي يي دامريکي متحده ايالات په افغانستان کي د بشپړ امنيت دټينګولو او له افغانستان سره د بيا رغوني دبهير دملاتړ په پلمه راغلي او افغان ولس هم ديوي اړتيا له مخي دادزهروغړب منلى وو نو له دي پرته بله هره کړنه به چي دافغان ولس له موافقي او مشوري پرته وي ناقانونه او له نړيوالو منل شويو تړونونو سره په مخالفت کي وي ، دوى بايد خپل همدي شعار ته وفاداره او ژمن وي ،په کلکه دي دخپل مرستندويه هويت دساتلو لپاره هڅه وکړي، دتوکم وژني چلند او پاليسي پرېږدي داسي کارونه دي نه کوي چي ولس دښکيلاکګر،نيواکګر او ملي غليم په نوم ورپسي راپاڅېږي .

دوى بايد داهم په ياد ولري ، چي دافغانستان دتاريخ په اوږدو کي دا لومړی ځل دی ،چي افغانانودهغو مجبوريتونو له مخي چي پورته موياد کړل دبهرنيو ځواکونوپه وړاندي له نسبي تحمل څخه کارواخېست خو دوى ددي پرعکس بېګناه خلک ، ماشومان ، ښځي او بوډاګان وژني ، کلي کورونه ورانوي ، دافغانانو کلتور ، عقيدي اوملي ارزښتونو ته تاوان رسوي.

نور دي نونړيوال له ناټو،نړيوال ائتلاف او ايساف څخه په کلکه ژمنه واخلي چي داغميزي تکرارنه کړي او داسي تدابيردي جوړکړي چي پر بنسټ يي د هر راز ناوړه پېښو د تکرارجدي مخنيوی وشي. او که بياهم ناټو او امريکايان خپلي سرتمبګۍ او توکم وژني ته دوام ورکوي نو خپله هرډول ملګرتيادي ورسره پرېږدي .

امريکايان او ناټو بايد پوه شي چي جګړي او وژني ددستونزو دحل لار نده، له پلټني پرته فيرونه او دملکي وګړيو وژنه  ددوى دوارخطايئ اووېري په معنى ده که دوى رښتياهم دلته نوري اوږدي موخي نلري او دلته دامنيت دټينګښت لپاره راغلي نوبايدچي همدي فکتورته کاروکړي اوددي موخي ښه عملي اوګټوره لارله هرډول استثنىاوځنډپرته له ټولووسلوالو مخالفينوسره خبروته کښېناستل دي ، دوى بايدله مخالفينوسره خپلي ټولي ستونزي دتفاهم او مذاکراتو له لاري حل کړي او په ابرومندانه توګه له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي .

ملګرو ملتونه هم دنده لري چي په افغانستان کي د ملکي وګړيو وژنه وغندي ،عاملين يي نړيوالي محکمي ته راکاږي او پر بهرنيو ځواکونو فشار راوړي ، چي ددغه ډول پېښو د تکرار مخه ونيسي . همداراز نړيوال ځواکونه بايد د پېښو جاسوسان اوعاملين چي دشخصي اغراضو لپاره ددروغو راپورونه ورکوي افغان ولس او افغان حکومت ته وښيي چي له اسلامي شريعت سره سمه سزا ورکړي .

همداراز دوى بايد دوژل شويو کورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخي ديت ورکړي .پدي پېښوکي ډېر افغانان بي کوره شول ، جونګړي او دکور ټول وسايل يي ترخاورولاندي او له ځمکي سره برابر شول نونړيواله ټولنه او دولت بايد د شهيدانو ، ټپيانو او اغيزمنوله کورنيو سره مرستي وکړي ، داسي مرستي ،چي لږترلږه ددغو دردمنو کورنيو مادي بارسپک کړي .