کور / تازه خبرونه / یو برتانوﺉ پوځي ووژل سو

یو برتانوﺉ پوځي ووژل سو

د برتانیې د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چی د دوی ډېر تکړه عسکر ( جسټن جېمز ) چی مخکی یو امریکایی عسکر و ، خو پدې وروستیو کی یې د برتانیې متابعت قبول کړﺉ و ، د هلمند په سنګین کی هغه مهال د یو ماین پواسطه ووژل سو چی د خپل ټیم سره پر پښو روان و . د برتانیې د دفاع وزیر د دې پوځي وژنه یوه لویه ضایعه وبلل . د نوموړي عسکر پښتو هم ښه زده وه او د محل د خلکو سره به تل په تماس کی و . دغه پوځي په پنجشنبه وژل سوﺉ و خو اعلان سې پرون وسو .