کور / د ډيورنډ کرښه / دتروريزم په نوم جګړه يواځي د پښتانه تر کوره محدوده ده

دتروريزم په نوم جګړه يواځي د پښتانه تر کوره محدوده ده

يا به يو کيږو يا به ورکيږو

ارين خان – سهيلي پښتونخوا کوټه

دغه خبره عملي کولو ته چي اوس څومره اړتيا ليدله کيږي شايد د تاريخ په بل هيڅ وخت کښې ورته اړتيا نه ليدله کيده نړيوال سامراج يو ځل بيا خپلې خونخوارې منګولې دپښتنو افغانانو په سينه ښخې کړي دي.

 دتروريزم په نوم جګړه  يواځي د پښتانه تر کوره محدوده ده او دنړۍ سترو قدرتونو د تروريزم پرنوم دپښتنو په ډله ايزو وژنو لاس پورې کړي د مختليفو ډلو په واسطه د پښتنو د قومي مشرانو وژل ښوونځيو ته اور اچول او لويولاروورانول اوبلخوا ته په خپل سر خلک تر بمبار لاندې راوستل هغه لوبه ده چې په ترڅ کښې يي د پښتنو  دله منځه وړلو پراخ پلان عملي کيږي .

څوکاله تيريدلو وروسته هم دامنيت مخ په خرابيدو حالت داسي نښي ښکاره کوي چي ګواکې هغه پاليسي عملي کيږي چي غله ته وايي غلاوه او کوروال ته وايي بيدار اوسه اوپه ترڅ کښې يي ورور په ورور ووژنه د سامراجي تګلارو په عملي کيدو اوس په ډاګه نښي مخ په ښکاره کيدو دي او اوس ورو ورو پټې څيرې بربنډيدونکې دي .

وخت اوحالات دغه خبره په ډاګه کوي چي نړيوال قوتونه  داور مړه کولو په ځاى ورته لمن وهي او نوره هم دغه پروسه پرمخ بيول غواړي او دځان لپاره د اوږد مهاله پاته کيدو جواز موندلو هڅه يې پيل کړيده پداسي حالاتو کښې چي په يو بل نوم پښتانه خلک ووژني بايد ديوالي لاسونه سره ورکړي دخپلو قومي جرګو د لارې دخپلې سيمي دامنيت چارې په غاړه واخلي او هيڅ يوه وسله واله ډله په خپله سيمه کښې فعاليت ته پرينږدي پدي سره به يو خوا ته د نړيوالو  د دلته پاته کيدو او خپل اوږد مهاله خونړۍ پلان عملي کولو دسيسه شنډه شي او بل به سيمه له اور څخه وژغورل شي کنې د دغه پلان په ترڅ کښې به  ورو ورو دقومي مشرانو پوهانو او مخورو مرګ ژوبله دوام وکړي او دپښتنو راتلونکۍ به د توروتياروسره مخامخ شي اوس دغه يوه خبره پاته ده چي :

يا به يو کيږو يا به ورکيږو